د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: اسرائیل د غزې د اوربند لپاره شرایط منلي؛ حماس هم باید دا تړون ومني


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې اسرائیلو په غزه کې د حماس ترهګرې ډلې سره د اوربند د نهایي کولو لپاره د "لازمو شرایطو" سره موافقه کړې، او له حماس څخه یې وغوښتل چې دا تړون ومني.

ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ټولنیزې رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل:"اسرائیل د ۶۰ ورځني اوربند د نهایي کولو لپاره د اړینو شرایطو سره موافقه کړې، چې په دې موده کې به موږ د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو خواوو سره کار وکړو." ولسمشر زیاته کړه چې د قطر او مصر منځګړي به "دا نهایي وړاندیز وکړي."

ټرمپ لیکلي:"زه هیله لرم چې د منځني ختیځ د ښېګڼې لپاره، حماس دا تړون ومني، ځکه چې حالات به ښه نه شي - یوازې به پسې خراب شي."

په دې وروستیو ورځو کې،ولسمشر ټرمپ په وار وار خوشبیني څرګنده کړې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د شل میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو دپاره اوربند ته نږدې شوی دی.

د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پر اسرایلو باندې د اکټوبر د ۷ مې نېټې د تروریستي بریدونو وروسته پیل شوه.

ښاغلي ټرمپ د خپل دغه وړاندیز شوي اوربند په اړه نور جزئیات ورنه کړل. اسرائیلو لا په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اسرائیلو په دوامداره توګه د جګړې پای ته رسولو څخه تر هغه انکار کړی چې حماس بې وسلې نه کړي او د اسرائیلو له خاورې څخه ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي .

حماس بیا د بې وسلې کېدو څخه انکار کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو راتلونکې اونۍ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران او غزې په اړه خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG