امریکا د سیمه ایزو شخړو په منځ کې له عراق څخه خپل پرسونل ته د وتلو امر کړی

ولسمشر ټرمپ وايي چې خپل پرسونل ځکه وباسي، چې دا یوه خطرناکه سیمه کېدای شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) وویل چې له ایران سره د شخړې مخنیوی غواړي او دواړه هېوادونه د ایران د اتومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته «نسبتآ نژدې» شوي دي.

ولسمشر ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې په خپل دریځ باندې یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې ایران «اتومي وسله نه شي لرلای».

له هغه څخه په ایران باندې د اسرائیل د احتمالي برید په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا ډول برید به ژر ونه شي «خو ښکاري چې داسې یو څه پېښېدای» شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه تر څو پورې چې امریکا او ایران یوې موافقې ته رسېدای شي، هغه د اسرائیل هېڅ ډول پوځي اقدام نه غواړي چې خبرې ګډوډې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له ایران سره ډېر ښه بحثونه درلودلي. درته یې نه شم ویلي چې هلته [موافقې ته] به رسېږو یا نه، خو دا به ژر وشي.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ تائید کړی چې امریکایي پرسونل د منځني ختیځ له ځینو سیمو څخه «ویستل کېږي»، ځکه چې دا «یوه خطرناکه سیمه» کېدای شي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې، چې ښکاري له ایران سره اتومي مذاکرات له بن بست سره مخامخ شوي دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په سیمه کې د شخړو د زیاتېدو له کبله د غیر ضروري کسانو شمېر کموي.

ولسمشر ترمپ په وار وار دا خبرداری ورکړی که ایران دا ونه مني چې د خپلو یورانیمو غني کول د تل لپاره بندوي، متحده ایالتونه به د ایران اتومي تاسیسات وېشتلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې اوس «ډېر لږ باوري دی» له ایران سره به اتومي تړون وشي.

ولسمشر ټرمپ د نیویارک پوست سره په یوې مرکې کې په دې اړه ویلي دي: «زه تر دوو میاشتو مخکې اوس کم باور لرم. په هغوی څه چل شوی.» دا مرکه د دوشنبې په ورځ شوې او دوې ورځې وروسته خپره شوې ده.

په دې وروستیو کې له ایران سره د یو داسې تړون په هکله، چې د اتومي پروګرام غني کول یې بند کړي، د ټرمپ نا امیدي مخ په زیاتېدو ده.

د متحدو ایالتونو مذاکره کوونکو د اپریل له میاشتې راهېسې د عمان په منځګړتوب له ایران سره پنځه ځلې اتومي مذاکرات وکړل، وروستي مذاکرات یې د مۍ په ۲۳ نېته په روم کې وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «د خبرو شپږم پړاو د یکشنبې ورځې ته پلان» شوی دی.