د کاري ویزې لومړي ځل غوښتونکي باید ۱۰۰ زره ډالره فیس ورکړي

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په متحدو ایالتونو کې د H-1B ویزې لپاره نوی ټاکل شوی قیمت ۱۰۰ زره ډالر د یکشنبې په ورځ عملي شو. دا قیمت د نوې ویزو اخیستونکو لپاره دی، او هغوی چې له مخکې دا ویزې لري، ترې نه اخیستل کېږي.

ولسمشر ټرمپ د تکنالوژۍ په برخې کې نوی پلان په ډاګه کړ، چې د نوې ویزې په بدل کې د مهاجرت ۱۰۰ زره ډالر یو ځل فیس لري او همدغه راز طلايي کارت یې هم اعلان کړ چې یو میلیون ډالر قیمت لري.

ولسمشر ټرمپ له امریکايي کارکوونکو سره د مرستو په هدف، د جمعې په ورځ نوې اعلامیه خپره کړه، چې په کې H-1B مهاجرت ویزې قیمت ۱۰۰ زره ډالر ټاګل شوي، اکثریت بهرنیان له دې ویزې څخه کار اخلي.

ولسمشر ټرمپ د یو اجرايي فرمان له لارې د بهرنیانو لپاره د طلايي کارت هم اعلان کړی چې په متحدو ایالتونو کې د دایمي اقامې قیمت یې یو میلیون ډالر ټاکل شوی دی. دا کارت ګرین کارت ته ورته دی.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي، چې ټاکل شوی قیمت دا اطمینان ورکوي، چې غوره کارکوونکي دا کارتونه ترلاسه کړي.

ولسمشر ټرمپ وویل: «هیله لرم دا کارت زموږ هېواد ته د عالي خلکو په راوستلو کې مرسته وکړی- له دې لارې یو شرکت- لکه د فوټبال یا بیسبال د جایزې په توګه- کولای شي هغوی په هېواد کې وساتي.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې په خپل ایکس حساب کې لیکلي دی: «دا کلنی قیمت نه دی. دا یو ځل د غوښتنلیک په بدل کې ورکول کېږي.»

دا اقدامات د ولسمشر ټرمپ د هغه ستراتیژۍ یوه برخه ده چې غواړي امریکایي اتباعو ته د بهرنیو کارګرانو په پرتله ترجیح ورکړي.

دا اقدام د هغه پراخ پلان یوه برخه هم ده چې په پراخه کچه غیر قانوني کډوال وباسي او متحدو ایالتونو ته د هغو پناه غوښتونکو ننوتل پای ته ورسوي چې د خپلو قضیو په تمه دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اګست کې اعلان وکړ چې د نوي پروګرام له مخې به د ویزې لرونکو لپاره د ۱۵۰۰۰ ډالرو ضمانت ته اړتیا وي.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاوارت لوټنیک وویل چې هر کال ۲۸۱ زره کسانو ته شنه کارتونه ورکول کیږي چې په اوسط ډول یې په کال کې ۶۶ زره ډالر عاید درلود، چې اکثره به یې له عامه مرستو ګټه ترلاسه کوله.

لوټنیک زیاته کړه چې د طلایي کارتونو فیس ډاډ ورکوي چې یوازې غوره کارګران به په متحدو ایالتونو کې دایمي پاتې کیږي.