د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: د مرکزي امریکا په هغو وکړو مو د ویزو محدودیتونه ولګول چې چین سره همکاري کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د متحدو ایالتونو حکومت د مرکزي امریکا په هغو وګړو د ویزې محدودیتونه لګولي چې د واشنګټن په وینا په مرکزي امریکا کې د قانون د حاکمیت د زیانمنولو لپاره، د چین کمونېست ګوند ته کار کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا هېواد ژمن دی په مرکزي امریکا کې د چین د ”فاسد نفوذ” سره مبارزه وکړي او د قانون د حاکمیت د زیامنولو په وړاندې د هغه هېواد د هڅو مخنیوی وکړي.

په دې اعلامیې کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې اعلان شوی محدودیت به دې هېواد ته اجازه ورکړي چې ”د مرکزي امریکا د هغو وګړو په وړاندې د متحدو ایالتونو د ویزو محدودیت ولګوي چې د مرکزي امریکا په هېوادونو کې دي او عمداً د چین د کمونېست ګوند په استازیتوب فعالیت کوي” او عمداً هغه فعالیتونه کوي او یا ورڅخه ملاتړ کوي چې په مرکزي امریکا کې د قانون حاکمیت متاثره کوي.

د اعلامیې په اساس، دا محدودیت به د مرکزي امریکا په هغو وګړو باندې هم تطبیق شي چې پخوا په دې ډول فعالیتونو کې ښکېل وو.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا کسان او د هغوی د کورنۍ غړي به په عمومي توګه ونشي کړای چې دې هېواد ته داخل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ګامونه، په سیمه کې د امریکا د اقتصادي ښرازۍ او د ملي امنیتي ګټو د ساتنې لپاره د ولسمشر ټرمپ ژمنتیا څرګندوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG