ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۹ مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د نړۍ کارپوهان په افغانستان کې د بشري سرغړونو په اړه غونډه وکړي.
د "حذف شوي خو هیر شوي نه دي" په نوم په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي او افغان ډیپلوماتان ګډون کوي او د عدالت د ټینګښت او د طالبانو د حساب ورکولو لپاره لارې چارې لټوي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق به په دې غونډه کې برخه واخلي.
تر دې غونډې مخکې د تیرې جمعې په ورځ د سپتمبر ۲۶مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څڼده کې د افغانستان په اړه دوه نورې غونډې وشوې.
د دې ځانګړې غونډې برخهوالو د طالبانو له لوري د وسیلې په توګه د دین کارونه او د دې سیاستونو ناوړه اغېزې وڅېړلې.
د فراګیر (FARAGEER) څېړنیز مرکز «د خبرداري غږونه» په نوم د خپل نوي راپور په خپرولو ټینګار وکړ چې طالبان د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو د ځپلو لپاره دین د کنټرول وسیله ګرځولې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وویل چې د «فراګیر» راپور د وسیلې په توګه د طالبانو له خوا د دین د کارولو څرنګوالی ښه انځوروي.
نوموړي زیاته کړه: «په راپور کې د افغانو ښځو او نارینهوو حالت څرګند شوی چې څنګه د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي. د بدخشان ولایت څخه یوه ښځه وايي: دین د ښځو پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کارول کېږي. د دیني افراطیت په نوم ښځې له ټولنیز ژوند څخه ایستل کېږي، په اجباري ډول د حجاب په اغوستلو مجبورېږي او د زدهکړې مخه یې نیول کېږي.»
بېنېټ وویل چې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون د تبعیض یو څرګند مثال دی. هغه ټینګار وکړ چې ډېری اسلامي عالمان د طالبانو له تفسیر سره موافق نه دي او د دوی دلیلونه له قران او د حنفي فقهې له اصولو سره سمون نه لري.
د غونډې برخهوالو، افغان فعالانو او نړیوالو کارپوهانو وویل چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې سیستماتیک محدودیتونه، لکه د ښوونځیو تړل، د کار مخنیوی، د عامه فضا محدودول او د حقونو سلبول، نه یوازې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی، بلکې د افراطي ایډیالوژیو د پراخېدو زمینه هم برابروي.
په ورته ورځ په یوه بله جلا غونډه کې د ملګرو ملتونو د «موزاییک تګلارې» پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د دې تګلارې هدف د افغانستان لپاره د یو ټولشموله، حساب ورکوونکي او شفافې سیاسي راتلونکې جوړول دي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل: «افغانستان اوسمهال د سیاسي بنبست، بشري ناورین، اقتصادي سقوط او د بشري حقونو د تر ټولو ستر ګواښ لاندې دی. د طالبانو تر ناقانونه واک لاندې ټول نسل، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوي دي. پایله یې یوه چوپه ټولنه ده چې له پرېکړو ایستل شوې او له کرامت څخه بېبرخې ده.»
طالبانو د دې غونډو په اړه تر اوسه غبرګون ندی ښودلی.
د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو او آزادیو په اړه د نړیوالو نیوکو په ځواب کې، خپل سخت چلند د افغان کلتور او اسلامي شریعت پر بنسټ او د "افغانستان داخلي مسلو" په توګه بیان کړی دی.