د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو "ظالمانه سیاستونه" د افغانستان د خلکو ستونزې لا سخته وي.
د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې، الیزابت استیکني، د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر۲۴) د امریکاغږ سره په یوې مرکې کې وویل چې واشنګټن په افغانستان کې د (بشری) وضعیت په اړه ”متاسف” دی او د دې په وینا ”طالبان باید لاس په کار شي – او د افغانستان له خلکو ملاتړ” وکړي.
د استیکني په وینا ”د طالبانو محدودیتونه یا ظالمانه سیاستونه، د افغانستان د خلکو ستونزې لا سخته وي”.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې ټینګار وکړ چې د واشنګټن له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل، د هغوی (طالبانو) په کړنو پورې اړه لري.
له روسیې پرته، بل هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان مخکې له دې چې د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي، باید د بشري حقونو، په خاصه توګه د ښخو او نجونو د کار او تعلیم په برخې کې جدي اقدام وکړي.
الیزابت استیکني دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو ګټې، د امریکا او د امریکایانو د ګټو په اساس ولاړې دي او واشنګټن غواړي چې "ټول هغه امریکایان چې په ناحقه په بند کې دي، باید ژر تر ژره" خلاص شي.
استیکني زیاته کړه چې "د ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع، د ډونالډ ټرمپ د حکومت لپاره یوه ډېره مهمه موضوع ده. او په افغانستان کې د امریکا د حکومت له ګټو څخه یوه هم د ترهګرۍ سره مبارزه" ده.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دې ویاندې وویل: "غواړو چې طالبان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخې کې پخپلو ژمنو ولاړ وي."
استیکني په افغانستان کې د انټرنټ بندېدو ته هم اشاره وکړه او وویل چې "د انټرنټ د محدودولو په تړاو د تېرې اونې راپورونه، زموږ لپاره ډېر د اندېښنې وړ وو".
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بند کړي دي.
فورم \ دبحث خونه