ټرمپ وايي په غزې کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې ختمېدو د موافقې په اړه «ډېر ډاډه» دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې د متحدو ایالتونو د متحد اسرائيل او د حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د غزې د تقریبآ دوې کلنې جګړې د ختمېدو په اړه یوې موافقې ته د رسېدو لپاره «ډېر ډاډه» دی، په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ په واشنګټن کې د اسرائيل صدراعظم ته هرکلی ووایه.

ټرمپ نن دوشنبه چې کله بنیامین نتنیاهو ته د سپینې ماڼۍ په دخولي دروازې کې هرکلی ووایه، یو خبریال ترې وپوښتل چې ایا په نژدې وخت کې به په غزې کې سوله راشي، هغه وویل چې په دې اړه «ډېر ډاډه» دی.

دواړه مشران په دې اړه له نور څه ویلو پرته سپینې ماڼۍ ته ننوتل.

دا په جنوري کې واک ته د ټرمپ له رسېدو څخه وروسته واشنګټن ډي سي ته د نتنیاهو څلورم سفر دی. نتنیاهو د دوشنبې په سهار له نیویارک څخه واشنګټن ته راغی، نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډې کې وینا وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوویت فاکس نیوز ته نن دوشنبه وویل چې «موږ هیله لرو دواړه خواوې» د ځانګړي استازي له لوري د برابر شوي ۲۱ مادو د پلان سره «موافقه وکړي». هغه وویل: «دا د ولسمشر توقع ده.»

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په هیله بخښونکي ډول په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل: «موږ په منځني ختیځ کې د عظمت لپاره رښتینی فرصت لرو. ټول په لومړي ځل د یو ځانګړي څه لپاره یوه خوله دي. موږ به یې تمام کړو. »

ټاکل شوې چې ولسمشر دونالډ ټرمپ د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره نن غرمه ملاقات وکړي، ډوډۍ وخوري او بیا دواړه ګډ خبري کنفرانس ورکړي.

نتنیاهو تېره ورځ فاکس نیوز ته وویل چې د اسرائيل-حماس ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره د متحدو ایالتونو معامله «لا نهايي شوې نه ده». هغه وویل: «هیله لرو چې مخې ته یې یوسو [په رسمي ډول]، ځکه موږ غواړو خپل یرغمل شوي ازاد کړو، موږ غواړو د حماس واکمني ختمه کړو او بې وسلې یې کړو، غزې غیر پوځي کړي، او د غزې د خلکو او اسرائیلیانو او د ټولې سیمې لپاره یوه نوې اینده جوړه کړو.»

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل برید کې ۲۵۱ تنه یرغمل کړل، په دغه برید کې څه باندې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول چې اکثریت یې ملکیان وو او جګړه یې وپاروله. لا هم په غزې کې ۴۸ یرغمل شوي پاتې دي او نتنیاهو فاکس نیوز ته په خبرو کې ټېنګار وکړ، چې له دې ډلې څخه یې ۲۰ تنه لا هم ژوندي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې لیووت فاکس ته نیوز ته وویل: « یوې موافقې د رسېدو لپاره تر ولسمشر ټرمپ بل هېڅوک ښه نه پوهېږي، د دواړو خواو لپاره د یوې معقولې موافقې لپاره، باید دواړه خواوې څه ناڅه پرېږدي او شاید د خبرو له میز څخه څه نا څه خپه ولاړ شي. خو نهایتآ موږ باید دا جګړه ختمه کړو.»

هغې زیاته کړه: «ولسمشر دا خبره ډېره څرګنده کړې ده: هغه غواړي چې دا وژل بند شي، هغه غواړي چې ټول یرغمل شوي پرېښودل شي.»

حماس تر دې دمه د ویتکاف د پلان د ترلاسه کولو او په اړه یې د غبرګون ښودلو لپاره څه نه دي ویلي.