د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: واشنګټن د تهران سره مستقیمو خبرو ته آماده دی


د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې واشنګټن د تهران سره مستقیمو مزاکراتو ته اماده دی. ددغه وزارت ویاندې تمي بروس پرون د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې که ایران د ښه نیت مزاکرات وکړي نو د هغه هیواد خلک به یې د ګټو څخه برخمن شي.

میرمن بروس داسې وویل ،،د ایران د حکومت مشران د فرصت یوه کړکې په اختیار کې لري چې د ایران د خلکو دپاره د سولې او سعادت لاره غوره کړي او مونږ هم آماده یوو چې د ایران سره مستقیما خبرې وکړو.،،

د باندنیو چارو د وزارت ویانده په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د بریتانیا، جرمني، او فرانسې استاځي د ایران د استاځو سره په استانبول کې مزاکرات وکړي.

ددې نه وړاندې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې امریکا غږ ته ویلي و چې د ایران مشران د ایران د خلکو دپاره د سولې او سعادت دپاره فرصت لري او مونږ آماده یوو چې د ایرانیانو سره مستقیمې خبرې وکړو.

دغه امریکايي چارواکي ددې ترڅنګ چې پر دې یې تاکید وکړ چې د یادشویو درو اروپايي هیوادونو سره د نږدې همکاري لري یوځل بیا یې ټینګار وکړ چې ایران اټمي وسلې نشي ترلاسه کولای.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د عراق له صدراعظم محمد شیاع السوداني سره پر تیلفون خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوي پخپلو خبرو کې مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړه چې په هغو کې د انرژۍ پر زیربنا د وروستي بریدونو غندل هم شامل و.

ښاغلي روبیو د عراق د تېلو د تولید پر تاسیساتو باندې چې له امریکا سره تړلي شرکتونه یې پرمخ وړي، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل چې عراق باید د دغو بریدونو عاملین ونیسي څو د راتلونکو بریدونو مخنیوی وشي.

د باندنیو چارو وزیر همدارنګه د عراق په کردستان سیمه کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو پر ورکړې او د عراق او ترکیې تر منځ د نفتو د پایپ‌لاین پر بیا فعالولو ټینګار وکړ او ترڅنګ یې د عراق په پارلمان کې د PMC په نوم د خلکو د راغونډولو د کمیسون د قانون د تصویب په اړه چې د استازو د شورا تر غور لاندې ده، خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې داسې قوانین به ایران ته په رسمي ډول نفوذ ورکړي چې وسله‌ والې ډلې دعراق ملي حاکمیت ته جدي ګواښ پېښ کړي او دغه راز د عراق خپلواکي به زیانمنه کړي. هغه وویل امریکا د دې ټولو چارو ملاتړ کوي او د عراق د همکارۍ لپاره چمتو ده.



فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG