د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بریتانیا هغې پریکړې ته غبرګون څرګند کړی چې ویلي یې دي چې فلسطین به د دولت په توګه په رسمیت و پېژني. ټرمپ وايي هغه په دې هکله د بریتانیا سره خبرې نه دي کړي او نظر نه پرې لري خو د امریکا د باندنیو چارو وزرات وايي چې دغه ادقام به د حماس ترهګرې ډلې ته ګټه ورسوي .
ښاغلي ټرمپ د امریکا د جمهور ریس په الوتکه یا (ایرفورس ون) کې د بریتانیا څخه د خپل رسمي سفر د راستندیو پرمهال د خبریالانو سره په خبرو کې دغه څرګندونې وکړې. په بریتانیا کې ښاغلي ټرمپ د هغه هیواد د لومړي وزیر کایر سټارمر سره لیده کاته وکړل.
سټارمر اعلان کړی دی چې که چیري اسرایل د غزې د ،،زړه بوږنونکي وضعیت،، د بدلون دپاره د پام وړ اقدمات ونکړي، نو د بریتانیا حکومت به د سپتمبر په میاشت کې فلسطین د دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
ښاغلي سټارمر وویل چې هغه غواړي چې اسرایل د اوربند سره موافقه وکړي، د اوږدمهالې او تل پاتې سولې د بهیر سره تعهد څرګند کړي چې موخه یې د اسرایلو او فلسطین د شخړې د حل دپاره د دوو دولتونو د حل لارې په نامه د بهیر راژوندي کول دي، ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې غزې ته مرستندویه توکي انتقال کړي او دا واضیح کړي چې اسرایل به په لویدیځه غاړه کې په جنجالي سیمو کې نورې ځمکې نه لاندې کوي.
ښاغلي ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ یې په سکاټلنډ کې د بریتانیا د لومړي وزیر سره ولیدل خبریالانو ته یې وورسته وویل چې هغه د بریتانیا د مشر سره د فلسطین د په رسمیت پېژندلو مسله نه ده مطرح کړې. هغه داسې وویل ،، مونږ په دې هکله هیڅ خبرې نه دي کړي او زمونږ په لیدوکاتو کې هیڅ مطرح شوې نه ده. ښايي په خبري کنفرانس کې یې یوه کوچنۍ اشاره ورته کړې وي خو هغه( سټارمر) دا مسله ستاسو سره مطرح کړې ده مونږ بحث نه دی پرې کړی او په هکله یې هیڅ نظر نلرو. مونږ به سیمې ته زیاتې پیسې واستوو چې خوراکي مواد په واخیستل شي او هغه ( بریتانیا) به هم دا کار وکړي. زه فکر کوم چې اروپايي اتحاد به هم په دې برخه کې پیسې ورکړي.،،
په عین حال کې د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو هم د بریتانیا د لومړي وزیر پر وروستۍ پریکړې نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې ،، سټارمر د حماس وحشي ترهګرۍ ته ګټه رسوي او قربانیان یې جزايي کوي.،، ښاغلي نتیانیاهو دغه څرګندونې د ایکس پر پاڼې په یوه پوسټ کې کړي دي.
هغه ویلي چې ،، د اسرایلو په سرحد کې نن یو جهادي دولت به سبا ته د بریتانیا امنیت هم وګواښي.،،
په ورته وخت کې کې سټارمر وویل چې د بریتانیا پیغام د حماس ترهګرې ډلې ته دا دی چې باید ژر تر ژره هغه یرغمل شوي کسان آزاد کړي چې د اکټوبر د ۷ مې نېټې د تروریستي بریدونو راهیسې یې په بند کې ساتلي دي، د اوربند سره موافقه وکړي، ځان بې وسلې کړي او ژمنه وکړي چې په راتلونکې کې به د غزې په حکومتدارۍ کې هیڅ ونډه نلري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د باندنیوچارو د وزارت ویاندې تمي بروس پرون د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د بریتانیا او فرانسې له خوا د فسطین د په رسمیت پېژندلو پریکړه، د اکټوبر د ۷ مې نېټې د پیښې د قربانیانو پرمخ څپیړه ده. هغې داسې وویل ،، دا به حماس ته اجازه ورکړي چې خپل کار ته ادامه ورکړي او یواځي یوې ډلې ته هیله ورکوي او هغه د حماس ډله ده.،،
بروس زیاته کړه چې حماس د امریکا په نوښت د اوربند د هلو ځلو سره هم همکاري نه کوي او د فلسطینیانو د زورونې بهیر لاپسې اوږدوي په دې هیله چې دنیا دې ته مجبوره کړي چې ددوي غوښتنې ومني.
هغې داسې وویل ،، یواځي یوه ډله ده چې د وحشت ددې حقیقت او انځورونو څخه ګټه پورته کوي او هغه د حماس ډله ده او دا کار د هغوي دریځ قوي کوي چې فکر کوي دا دریځ یې ګټونکی دی. په واضیح ډول مونږ بل ډول فکر لرو.،،
د ورانې میاشتې د جولای پر ۲۴ مه نېټه د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون بریتانیې ته ورته د پلان اعلان وکړ چې د سپتمبر په میاشت کې به فلسطین په رسمیت وپېژني چې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مارکو روبیو او د اسرایلو د غبرګون سره مخ شو.
ښاغلي روبیوو وویل چې ،، دا بې مسولیته پریکړه یواځي د حماس پروپاګند ته ګټه رسوي او د سولې خبرې پر شا تمبوي.،،
فرانسه او سعودي عربستان دغه اونۍ په ملګرو ملتونو کې د دوو دولتونو د حل لارې تر عنوان لاندې د کنفرانس کوربه توب کوي چې د دوشنبې په ورځ پیل شو. امریکا ددغه کنفرانس سره خپل پریکون اعلان کړی دی.
میرمن بروس وویل چې دا کنفرانس ،،بې ګټې او په نامناسب وخت کې،، دایریږي.
هغې داسې وویل ،، دغه لړۍ به حماس لازیات زیات پیاوړی کړي، دغه ډله به لازیاته وهڅوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او زمونږ ډیپلوماتیکې هڅې به د خنډ سره مخ کړي چې غواړو په غزه کې ځورونه ختمه شي، یرغمل شوي کسان آزاد شي او مینځنی ختیځ د یوې روښانه او باسعادته راتلونکې پر لورې حرکت وکړي.،،
نوموړې زیاته کړه چې ،، د امریکا متحده ایالات به په دې سپکاوي کې برخه وانخلي او پرځای به یې د جګړې د ختمولو او دایمي سولې د راتلو دپاره د ریښتونو هلو ځلو مشري وکړي.،،
فورم \ دبحث خونه