د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا حکومت پریکړه کړې چې د بهرنیو سوداګریزو لاریو د چلونکو د ویزې صادرلو ودروي.
ښاغلي روبیو د اکس په ټولنیزې شبکې د پوست په ترڅ کې داسې وویل « ددغې شیبې نه شروع مونږ د بهرنیوو سوداګریزو لاریوو د چلونکو دپاره د ټولو ویزو صادرول بندو.»
د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند امریکا غږ ته د ایمیل له لارې ویلي چې د هغو کسانو څارل او مخه یې نیول چې د امریکا ملي امنیت او عامه مصونیت ته ګواښ پیښوي د امریکا دننه د امریکایانو د ژوند د ژغورلو دپاره حیاتي کار دی.
هغه داسې وویل « د ویزو درول د ټولو هیوادونو پر اتباعو نافذ کېږي او په لړ کې یې کوم مشخص هیواد په نښه کېږي نه.»
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د امریکا د فلوریډا په ایالت کې یوه بهرني د لارۍ چلونکي هغه مهال ترافیکي حادثه رامنځ ته کړه چې د ادعاوو له مخې یې د ویسټ پام بیچ پر لویې لارې باندې خپله لارۍ په غیر قانوني ډول کاټ کړ اود ټکر له وجې درې کسان ووژل شول.
د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډفي د فلوریډا د لویې لارې د ټکر د پیښې په هکله د تحقیاتو د پیل کېدو اعلان وکړ.
نوموړي وویل چې لومړني تحقیقات ښيي چې د لارۍ چلونکی چې کله لومړنۍ مرکه ورسره شوې په انګریزۍ نه پوهیدی او یواځي یې د ۱۲ پوښتنو څخه ۲ پوښتنو ته سم ځوابونه وړاندې کړي دي او یواځي یې د لویې لارې د څلورو ټرافیکي اشارو څخه په یوې اشارې سر خلاص و.
د اپریل په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې په لړ کې یې دا مکلفیت وګرځیدی چې د لاریوو چلونکي باید ټرافیکي لوحې وشي لوستلای او پرې پوه شي، د مصونیت د ټرافیکو، سرحدي ګزمو، زراعتي چکپوینټونو او د کارګو د وزن په مرکزونو کې د خبرو کولو وړتیا ولري.
فورم \ دبحث خونه