د متحدو ایالتونو مرکزي قومانداني (سنتکام) وایي د سوريې په شمال کې یې د اطمه په نوم ښار کې د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت یا داعش یو لوړ پوړی غړی او ددې ډلې مهم تمویل کوونکی چې په سوريې او عراق کې یې د حملو پلانونه جوړول، وژلي دي.
سنتکام ویلي دي چې دغه عملیات د سې شنبې په ورځ، د اګست په ۱۹ مه ترسره شول.
سنتکام زیاتوي چې وژل شوي شخص په ټوله سیمه کې د داعش له شبکې سره اړیکې درلودې او د امریکایي ځواکونو، ایتلاف، او د سوريې نوي حکومت لپاره یو مستقیم ګواښ ګڼل کیده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام قوماندان، جنرال برډ کووپر وویل، "موږ به په سیمه کې د داعش د ترهګرې ډلې غړو پسې خپل لټون او تعقیب ته په کلکه دوام ورکړو."
جنرال کووپر زیاته کړې ده چې سنتکام "د خپلو شریکانو او متحدینو په همکارۍ به خپل تعهد ته وفادار پاتې کیږي څو د داعش د بشپړې ماتې ډاډ ترلاسه شي او د متحدو ایالتونو د خاورې ساتنه وکړي."
فورم \ دبحث خونه