د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي کوریا له نوي ولسمشر لي جې میونګ سره نن د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.
د جون د میاشتې راهیسې کله چې ښاغلی لي د جنوبي کوریا ولسمشر شو، دا واشنګټن ته د هغه لومړنی سفر دی.
دواړو مشرانو د سوداګرۍ، د کوریا په ټاپووزمه او جنوب ختیځې آسیا کې د امنیت په هکله خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې چې د جنوبي کوریا له ولسمشر سره په ګډه له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: "موږ به د سوداګرۍ په ګډون، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ځیني ډېر جدي بحثونه ولرو. موږ له جنوبي کوریا سره ډېره سوداګري کوو."
ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه "په نړۍ کې بهترین پوځي تجهیزات" جوړوي او جنوبي کوریا یې د امریکایي وسلو "ستر پېرېدونکی" وباله او وویل چې د جنوبي کوریا لخوا د لازیاتو امریکایي وسلو پر پېرېدو به هم وغږیږي.
د جنوبي کوریا ولسمشر په اسیا، اروپا، افریقا او د منځي ختیځ په جګړو کې د سولې په راوستلو کې د ډونالډ ټرمپ د ونډې ستاینه وکړه او وویل: "په نړۍ کې یواځينی هېواد چې ویشلی پاتې دی د کوریا ټاپو وزمه ده او غواړم چې د کوریا په ټاپووزمې کې د سولې د تامین لپاره ستاسو د ونډې درلودلو غوښتنه وکړم."
د ښاغلي لي سره د لیدو مخکي، ټرمپ د ټروډ سوشل پر ټولنیزې شبکې باندې د یوه پوسټ په ترڅ کې ولیکل: "په جنوبي کوریا کې څه روان دي؟ پاکسازي ده که انقلاب دی. داسې نشي کیدای چې دا وضیعت وي او مونږ هلته تجارت وکړو".
خو ټرمپ په دې هکله نور جزئیات ورنکړل.
تر دې مخکې کې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د خپل جنوبي کوریا د سیال چو هیون سره ولیدل چې "د امریکا او جنوبي کوریا د اتحاد پر قوت" یې یوځل بیا ټینګار وکړ.
ښاغلي روبیو خپل د اېکس پر پانې په یوه پوسټ کې داسې وویل: "زمونږ ملګرتیا د راتلونکې پر اجنډا متمرکزه او پر هغو مسایلو متمرکزه ده چې د هند د ارام سمندر په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات دپاره حیاتي دي."
د یادونې وړ ده چې دواړو هیوادونو په دې ورستیو کې د سوداګرۍ او وارداتو په برخه کې موافقې ته سره ورسیدل.
تیره میاشت ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا د جنوبي کوریا سره د سوداګرۍ په برخه کې موافقې ته رسیدلې ده او په لړ کې به یې امریکا ته د جنوبي کوریا پر وارداتو باندې ۱۵ سلنه تعرفه ولګول شي.
د شوې موافقې پراساس جنوبي کوریا موافقه کړې چې په امریکا کې به د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګه اچونه وکړي او د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت به د امریکا څخه مایع طبیعي ګاز او د انرژۍ د سکتور نور توکي واخلي.
فورم \ دبحث خونه