د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس وايي چې روسیې ولسمشر ټرمپ ته د اوکراین په جګړې کې د «پام وړ امتیازات» منلي دي.
وینس د یکشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د رسنیو سره په مرکې کې وویل: «روسانو د دغې جګړې په تېرو دریو نیمو کلونو کې په لومړي ځل ولسمشر ټرمپ ته ځینې پام وړ امتیازات ورکړي دي. موږ هڅه کوو څومره چې کولای شو له روسانو او اوکراینانو سره مذاکره وکړو چې د وژنې ختمولو ته د حل یوه منځلاره پیدا کړو.»
ښاغلي وینس زیاته کړه، چې ولسمشر ټرمپ په روسیې باندې «سخت اقتصادي فشارونه» راوړي دي، چې په هند باندې د تعرفې لوړول هم پکې شامل دي، چې د «روسیې ته سخته کړي چې د خپلو تېلو د اقتصاد له لارې شتمنه» شي.
ښاغلي وینس متحدو ایالتونو ته د هند په صادراتو باندې د ټرمپ د ۲۵ فیصده تعرفې لګول یاد کړل، دا تعرفې د دې لپاره ولګول شوې چې هند له روسیې څخه تيل پیرل.
نوموړي وویل چې اوکراین به امنیتي تضمین ترلاسه کوي چې په اینده کې د روسیې له یرغل څخه خوندي وي.
د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ خپل خبرداری یو ځل بیا تکرار کړ که په دوو اونیو کې د اوکراین د سولې په اړه پرمختګ ونه شي، په روسیې باندې به بندیزونه ولګوي، هغه د مسکو په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړه.
ولسمشر وویل: «زه به پرېکړه کوم چې څه کوو او دا به ډېره مهمه پرېکړه وي، دا به یا لوی بندیزونه وي او یا غټه تعرفه وي او یا شاید دواړه.»
ټرمپ وویل که روسیه په اوکراین کې وژنه بنده نه کړي، منزوي به شي. نوموړي په سپینې ماڼۍ کې وویل: «زه په دې اړه خوشحال یم، او د د دغې جګړې په اړه د هېڅ شي په هکله خوښ نه یم. »
فورم \ دبحث خونه