د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو د جبري اېستلو په ضد د بخښنې نړیوال سازمان نوی کمپاین


د افغان کډوالو د جبري ایستلو په وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان نوی کمپاین پیل کړی دی چې په کې یې د هغه هیواد له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د هغو کسانو له ایستلو څخه دې ډډه وکړي چې د طالبانو د ځورونې او نیونې له خطر سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو په ملاتړ دا کمپاین چې خبر یې د چهارشنبې په ورځ ددوي پر وېپاڼې خپور شو په داسې حال کې پیلوي چې مخکې یې د میلیونونو نورو افغان کډوالو د ایستلو او په افغانستان کې له ګواښونو سره ددې کسانو د مخامخ کیدو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) په ګډون له ټوالو نړیوالو سازمانونو او خلکو غوښتي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ته دې دې ته ورته لیکونه واستوي چې دغه بهیر ودرول شي.

دغه سازمان په خپله ویپاڼه کې ددې غوښتنلیک يوه نمونه هم لیکلې ده تر څو ددې کمپاین د ملاتړ کونکو شمیر زیات شي چې وایي:«لاس په کار شئ او په خپلو الفاظو کې یو غوښتنلیک ولیکئ.»

دغه سازمان زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون نه زیات افغانان، چې ځینې یې په ایران کې زېږېدلي او ځینې یې له کلونو راهیسې هلته ژوند کوي، په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي، ځکه چې ایراني چارواکو د شړلو غیرقانوني کمپاین پیل کړی چې پکې څو زره ماشومان او هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې باید ورته پناه ورکړل شي خو پر ځای یې افغانستان ته استول کیږي، چیرې چې طالبان د جنسیت پر بنسټ تبعیضي چلند او د جنسیتي ځورونې جرمونه ترسره کوي.

دې سازمان اندېښنه ښودلې چې کډوال په داسې شرایطو کې افغانستان ته په ستنېدو مجبور کیږي چې طالبان یې د بیرته منلو، ځای پر ځای کولو او ورسره مرستې دپاره کافي بشري اسانتیاوې نه لري.

د ایران ترڅنګ دغه سازمان په پاکستان کې هم پر چارواکو غږ کړی چې په هغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو دپاره د اوسېدنې د کارتونو یا (PoR) موده ژر تر ژره تمدید کړي. دوي وایي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له خوا د ثبت یا راجستریشن د کارتونو د نه تمدیدولو له کبله ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

دغه کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې د اعتبار وړ و او له هماغې ورځې راهیسې د کډوالو د ځورونې، نیونې او په زور د شړلو رپوټونه خپاره شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG