د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران د اسرائیل بریدونه؛ ټرمپ وايي اوس هم وخت شته چې تهران یوه معامله وکړي


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

په ایران باندې د اسرائیل له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې تهران ته یې پرلپسې فرصتونه ورکړل چې د خپل اتومي پروګرام په اړه یوه معامله وکړي خو ایران دغه کار «تمام» نه کړی شو.

ښاغلي ټرمپ په خپلې ټولنیزي شبکې ټروټ سوشل کې لیکلي دي، چې مهمه نه ده دواړه خواوې تړون ته څومره نژدې شوي، خو «تهران ونه شو کولای دا کار تمام» کړي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې لاهم وخت شته چې بریدونه پای ته ورسول شي، خو خبرداری یې ورکړ چې راتلونکي پلان شوي بریدونه به تر دې «لا ډیر بې رحمه» وي.

هغه ایران وهڅوه مخکې له دې چې هر څه ختم شي او هېڅ هم پاتې نه شي، یوې داسې موافقې ته ورسیږي چې د اتومي پروګرام د پوځي کېدو مخه یې ونیولای شي.

ټاکل شوې ده چې د ایران او امریکا د خبرو اترو شپږم پړاو د یکشنبې په ورځ په عمان کې پيل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې متحده ایالات پر ایران د اسرائیل په بریدونو کې دخېل نه دی.

روبیو په یو بیان کې وویل چې «نن شپه، اسرائیل د ایران په وړاندې یو اړخیز اقدام وکړ. موږ په ایران باندې په برید کې دخېل نه یو او زموږ لومړیتوب په سیمه کې د امریکایي ځواکونو ساتنه ده.»

هغه زیاته کړې: «اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم: ایران باید د متحده ایالاتو ګټې یا پرسونل په نښه نه کړي.»

د کانګرس د غړو غبرګونونه

د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشر مایک جانسن وایي چې دا د اسرائیلیانو «څرګند حق و» چې په ایران برید وکړي او خبرداری یې ورکړ، که ایران د امریکا په ګټو بریدونه وکړل، «خطرناک عواقب» به ولري.

د کانګرس یو غړي ادم شیف د ټرمپ له حکومت څخه وغوښتل چې «له اسرائیل سره په مرستې تمرکز» وکړي، چې د «ځان دفاع» وکړي.

بل سناتور ټام کاټن وویل چې متحده ایالتونه به «تر اخره» د اسرائیل ملا تړي او د ایران له لوري امریکایانو ته د زیان رسولو په اړه یې خبرداری ورکړ.

د کانګرس بل غړي ګریس مینګ وویل چې په اتومي وسلو سنبال ایران اخري حد او «سره کرښه» ده او متحده ایالتونه باید له اسرائیل او په سیمه کې له ایتلافیانو سره کار وکړي.

سناتور رانډ پاول ولسمشر ټرمپ وهڅوه چې «امریکا تر هر څه لومړۍ وګڼي او د نورو هېوادونو ترمنځ جګړې کې دخېل نه شي».

د کانګرس بل غړي جیم کوسټا وویل چې متحده ایالتونه او ایتلافیان یې باید په منځني ختیځ کې د د پوره او «بشپړې جګړې» مخه ونیسي.

اسرائیل د جمعې په ورځ د ایران د میزایلو او اتومي تاسیساتو باندې بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، د دغه هېواد د اسلامي انقلابي د سپاه پاسداران قوماندان او د اتومي برخې یو شمېر ساینسپوهان یې ووژل شول.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې دا بریدونه د ایران د اتومي پروګرام او د یورانیمو د مخ په زیاتیدونکو زیرمو، چې د اتومي وسلو جوړونې کچې ته نژدې دي، د متوجه ګواښ له کبله شوي دي.

د ایران روحاني مشر علي خامنه يي د دغو بریدونو په ځواب کې اسرائیلو ته د «سختې سزا» ژمنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG