د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو له زندان څخه د یو امریکايي وګړي امیر امیري د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
ښاغلي روبیو د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ په خپل ایکس کې لیکلي: «نن کور ته د امیر امیري هرکلی کوو، دغه امریکايي وګړی په ناحقه په افغانستان کې نیول شوی و. زه له قطر څخه مننه کوم، چې د هغه په خوشې کولو کې یې مرسته وکړه...»
راپورونه وايي چې امیر امیري څو میاشتې مخکې افغانستان ته د سفر په مهال نیول شوی و.
د طالبانو حکومت ویاند حمدالله فطرت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو د خوشې کولو په چارو کې د متحدو ایالتونو له استازي ادم بولر سره کتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو د هغه د سفر په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.
حمد الله فطرت لیکلي دي چې دوی «د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه نن له بند څخه ازاد ...» کړ. د طالبانو دغه ویاند د هغه د نیولو کېدو علت نه دی څرګند کړی.
ښاغلي روبیو په خپل ایکس دا خبره هم کړې ده چې، «د متحدو ایالتونو ولسمشر دا خبره واضحه کړې ده تر څو پورې چې په بهر کې په ناعادلانه توګه نیول شوي امریکايي اتباع بېرته کور ته ستانه شوي نه وي،» ارام نه کېني.
څه موده مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په بهر کې په ناحقه د امریکایي اتباعو د نیولو د مخنیوي په اړه یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ.
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ماموریت په خپل رسمي ایکس کې په پښتو ژبې د ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان په اړه لیکلي دي: «د متحده ایالاتو د ولسمشر نوې اجرایوي فرمان، په بهر کې د امریکایی وګړو د ناسم توقیف څخه د ساتنې لپاره یو بې ساري ګام دی. د هغو هیوادونو ټاکل چې د ناسم توقیف ملاتړ کوي یو روښانه پیغام لیږدوي: که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایي وګړی د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.»
لا دقیق معلومات نه شته چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکايي رسنیو د راپور په اساس، یو بل امریکایی محمود حبیبي هم له طالبانو سره دی، چې لا یې برخلیک څرګند نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان کال د جنوري په ۲۵مه نېټه (سلواغې شپږم) په خپل ایکس کې خبرداری ورکړی و که دا ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه چې له وړاندې ویل شوي، زیات امریکایي وګړي بندیان دي، ددې ډلې د مشرانو په سر به «ډیر غټ انعام» وټاکي.
فورم \ دبحث خونه