د لاس رسي وړ اتصالات

ټایلنډ او کمبوډیا د ټرمپ د مداخلې وروسته پر اوربند موافقه کړې


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فشار وروسته ټایلنډ او کمبوډیا د دواړو هیوادنو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د څو ورځنۍ نښتې درولې او پر اوربند باندې یې موافقه کړې ده.

ددغې موافقې اعلان د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم وروسته له هغې وکړ چې د ټایلند د سرپرست لومړي وزیر فمتم وچېیاچی او د کبوډیا د لومړي وزیر هن منت ترمنځ یې د غونډې کوربه توب کوی. ښاغلي ابراهیم خپل د اکس پر پاڼې په یوه پوست کې داسې لیکلي دي ،، ټایلنډ او کمبوډیا هوکره کړې چې خپل مینځي خصومتونه د اوربند په تطبیق سره چې نن ماښم پر دوولس بجو د عملي کیدو بڼه غوره کوي، پای ته ورسوي.،،

د دواړو هیوادونو ترمنځ په وروستیو سرحدي نښتو کې په لسګونو تنه خلک وژل شوي دي. دغه نښتې تیراونۍ د سرحد پر سر د یوه تاریخي جنجال پر مسلې شروع شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دواړو هیوادونو د مشرانو سره پر ټلفون خبرې وکړې او د هغوی نه یې وغوښتل چې ،،په خپل مینځ کې پر اوربند کار وکړي.،،

ښاغلي ټرمپ چې د بریتانیا د لومړي وزیر کایر سټارمر سره یې د دوشنبې په ورځ په سکاټلند کې خبرې کولې، د اوربند د اعلان د خبر هرکلی وکړ. هغه داسې وویل ،، دا سوله ده. دا به یوه ډیره بده جګړه وای او مونږ ویاړو چې مداخله مو وکړه او اوس جګړه پای ته ورسیده. زه فکر کوم چې نن به دغه مسله حل و فصل شي. دې ( جګړې) به د کلونو دپاره ادامه موندلې وای او په میلیونو خلک ښايي په کښي وژل شوي وای. مونږ دا جګړه پای ته ورسوله او مونږ یې په هکله ډیر خوشحاله یوو.،،

ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا به کله چې خصومتونه پای ته ورسیږي، د دواړو هیوادونو سره د تجارت تړونونه ترتیب کړي. ټرمپ د تیرې اونۍ په پای کې خپل د ټروټ پر ټولنیزې رسنۍ د یوه پوسټ په لړ کې داسې وویل ،، کله چې ټول څه ترسره شي او سوله تامین شي زه د دواړو هیوادنو سره د سوداګرۍ تړونو ته سترګې په لاره یم.،،

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو یوه بیانیه خپره کړې او په کولالمپور کې یې د اوربند اعلان ستایلی دی او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ او دی د تاوتریخوالي سمدستي دریدو ته ژمن دی او دا چې د کمبوډیا او ټایلنډ د حکومتونو څخه تمه لري چې د جګړې د ختمولو دپاره خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن پاته شي.

هغه داسې وویل ،، مونږ د ټولو دخیلو خواوو نه غواړو چې خپل پر ژمنو عمل وکړي. د امریکا متحده ایالات به د امریکا او مالیزیا ګډې پروسې ته ژمن پاته شي او خپلې ښکیلتیا ته به ادامه ورکړ ترڅو دغه شخړه پای ته ورسېږي.،،

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG