د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د نفوذ سره مقابله؛ چین د نړۍ د ۳۰ هېوادونو د مشرانو کوربه و


د لاتینې امریکا او کارابین د ټولنې نښه
د لاتینې امریکا او کارابین د ټولنې نښه

په داسې حال کې چې چین په نیمه ختیځه کره کې خپل نفوذ زیاتوي، بیجینګ د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۳ (ثور۲۳) د مرکزي امریکا او کارابین هېوادونو د ۳۰ مشرانو کوربه و.

د چین ولسمشر شي جینپینګ د لاتیني امریکا او کارابین د ټولنې غړو هېوادونو ته د نهو میلیارد ډالر مالي اعتبار وړاندیز وکړ.

نوموړي خپلې خبرې بیا تکرار کړې، چې هېوادونه دې د تعرفې لوړولو په اړه غور وکړي. هغه وویل: «د تعرفو لوړول او تجارتي جګړې هېڅ ګټونکی نه لري. سلطه یوازې د انزوا لامل کېږي.»

د هغه تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې امریکايي او چینايي چارواکو د یو بل په توکو باندې د ۹۰ ورځو لپاره د تعرفو د کمولو خبر ورکړ. واشنګټن او بیجینګ دواړو دا وقفه خپله ګټه بللې ده.

چین د سه شنبې په ورځ له برازیل سره د تجارتي او سیاسي اړیکو د تقویې لپاره تقریبآ ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل.

چین په وروستیو کلونو کې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته پورونه ورکړي او لویې زیربنايي پروژې یې په کې پیل کړي دي. واشنګټن خبرداری ورکړی، چې د چین دا کار به دا هېوادونه د «پورونو لومې» کې ونښلوي او د اقتصادي پرمختګ لامل به یې نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG