د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس له بند څخه خوشې شوی امریکايي-اسرائیلي سرتېری خپلې کورنۍ سره یو ځای شو


د حماس اورپکو دغه ۲۱ کلن سرتېری د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه ونیوه
د حماس اورپکو دغه ۲۱ کلن سرتېری د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه ونیوه

امریکایي-اسرائیلي سرتېری عدان الکساندر، چې د حماس ډلې یرغمل کړی و او تېره ورځ خوشې شو، په اسرائیل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

باور کېږي، چې دی له حماس سره وروستی پاتې ژوندی یرغمل شوی کس و، چې پرېښودل شو.

د حماس اورپکو دغه ۲۱ کلن سرتېری د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه ونیوه او ۱۹ میاشتې ورسره یرغمل و.

په داسې حال کې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته په سفر وتلی، حماس وايي چې عدان الکساندر یې د ښه نیت او د اوربند د هڅو له کبله پرېښی دی.

ولسمشر ټرمپ د الکساندر کورنۍ ته د هغه د خوشې کېدو له کبله مبارکي وویله.

د نوموړي کورنۍ په یوې اعلامیې کې د ولسمشر ټرمپ څخه مننه کړې او په مذاکره کوونکو یې ټېنګار کړی چې له حماس سره د پاتې ۵۸ نورو یرغمل شویو د خلاصون لپاره هم خپل کار روان وساتي.

د اسرائیل صدراعظم بینامن نتنیاهو هم له ولسمشر ټرمپ مننه کړې او ویلي دي، چې په غزې کې خپل پوځي کمپاین سختوي.

کله چې عدان الکساندر تېره ورځ سره صلیب ته وسپارل شو، د اسرائیل پوځ د څو ساعتونو لپاره خپل پوځي عملیات درولي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG