متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د موقت حفاظت وضعیت پروګرام به د همدې میاشتې په پای کې ختموي، دا کار شاید په متحدو ایالتونو کې د مېشتو ۹۰۰۰ افغانانو د اېستلو لامل شي.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې په افغانستان کې وضعیت په کافي اندازه ښه شوی او د دغه پروګرام ختمول تضمین کوي.
د موقت حفاظت وضعیت به د مۍ په شلمه پای ته رسېږي او پروګرام به یې د جولاۍ په ۱۲مه نېټه ختم شي.
نوموړې وویل: «موږ له خپلو شریکانو سره د افغانستان وضعیت وارزوه او دا د موقت حفاظت وضعیت اړتیاوې نه بشپړوي.»
د کډوالو د حقونو ډلو او یو شمېر دموکرات قانون جوړونکو دا اقدام غندلی او ویلي دي، چې اکثریت افغانانو د امریکا ملي امنیت په هڅو کې مرسته کړې ده.
د دموکرات ګوند یو استازي اریک سوالویل وویل: «افغانستان د طالبانو تر کنترول لاندې دی. د خپلو هغو ایتلافیانو شړل، چې زموږ له هېواد سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې، د زرګونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کول دي.»
د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر جوبایډن په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان د موقت حفاظت په پروګرام کې شامل کړ. ولسمشر ټرمپ، په امریکا کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي د لوی پروګرام د یوې برخې په توګه د مخکني ولسمشر جوبایډن ډېرې تګلارې ختمې کړې.
فورم \ دبحث خونه