فرانسې، بریتانیې او جرمني د پنجشنبې په ورځ ایران ته وویل که چیرې ایران سمدستي د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې بیا پیل نه کړي او د اګست تر پایه پورې مشخصې پایلې ترلاسه نشي، دوی به د ملګرو ملتونو بندیزونه بیرته ولګوي.
د راپورونو له مخې، د فرانسې، بریتانیې، جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له تهران څخه وغوښتل چې سمدستي دې ډیپلوماټیکې لارې ته راوګرځي ترڅو د تایید وړ او یوې تل پاتې موافقې ته ورسیږي.
دغو اروپايي چارواکو ایران ته دا خبر هم ورکړی چې که د دوبي تر پایه پورې د اټومي خبرو اترو په برخه کې پرمختګ ونشي، نو پر هغه هیواد به بیا د ملګرو ملتونو له خوا بندیزونه ولګول شي.
دوه ورځې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دریو اروپایي هیوادونو، فرانسې، جرمني او بریټانیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په تیلفوني تماس کې، له دوی سره موافقه وکړه چې د اګست میاشتې په پای کې د ایران سره د نوي اټومي تړون د لاسلیک لپاره غیر رسمي وروستۍ نیټه وټاکي.
مارکو روبیو او د فرانسې، بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې که چیرې یاده شوې موافقه تر هغه وخته پورې ونه شي، نو دغه درې اروپايي هیوادونه به د ماشه په نوم میکانیزم فعال کړي، یو داسې اقدام چې د ایران په وړاندې به د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه بیا پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا روښانه کړې ده چې هغه له تهران سره یوه نوې موافقه غواړي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې له تهران سره په خبرو اترو کې د واشنګټن یو له مهمو شرطونو څخه په ایران کې د یورانیمو د غني کولو بشپړ بندیدل دي.
مخکې له دې، اکسیوس خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر تهران غږ کړی دی چې د صفر په کچه د غني کولو تړون ومني.
ایران تل د یورانیمو په غني کولو ټینګار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه