د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او بحرین په امریکا کې د ۱۷ میلیاردو ډالرو پانګه اچونې موافقه وکړه


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بحرین لومړي وزیر او ولیعهد سلمان بن حمد الخلیفه وویل چې د سپینې ماڼۍ په لیدو کاتو کې یې په امریکا کې یې د ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګه اچونې په هکله موافقه کړې ده.

دواړو خواوو د لیدو کاتو وروسته چې موخه یې سوداګري، سیمه ایز امنیت او د ایران پر مسلو بحث و، دغه اعلان وکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل چې ،، مونږ د کلونو په اوږدو کې شخصا ما د بحرن سره ،،عالی اړیکې پاللي دي،، او دا چې د بحرین ولیعد د امریکا یو مهم متحد دی.ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې بحرین چې څه غوښتي دي مونږ ورسره مرسته کړې او څه چې مونږ غوښتي دي دوی مرسته راسره کړې ده.

د بحرین ولیعهد وویل چې ،، مونږ خوشحاله یوو چې ددې اعلان کوو چې د ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت موافقې مو کړي دي چې په امریکا کې به ترسره کېږي. مونږ د امریکا سره د ۱۸۹۳ کال راهیسې اړیکې لرو چې دغو اړیکو د ۱۹۴۸ کال راهیسې رسمي بڼه غوره کړه او مونږ د دواړو هیوادونو ترمنځ د زیاتو کلونو دوستی ته سترګې په لاره یوو. مننه ښاغلی ولسمشره تاسو مونږ ویاړ رابخښی.،،

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG