د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشر مرستیال: د هند او پاکستان جګړه په موږ پورې اړه نه لري


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي وینس
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي وینس

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس په هند او پاکستان باندې غږ وکړ، چې ترمنځ یې روانه جګړه کمه کړي، خو دا خبره یې هم وکړه چې دا جګړه به «په موږ پورې اړه ونه» لري.

نوموړي تېره ورځ مۍ اتمه (ثور۱۸) د امریکا له فاکس تلویزون سره په مرکې کې د دغې جګړې په اړه د امریکا د حکومت دریځ څرګند کړ.

هغه وویل: «موږ یوازې دا کولای شو چې دوه اړخونه وهڅوو چې جګړه لږه کمه کړي، خو موږ به د داسې جګړې په منځ کې دخېل نه شو، چې اساسآ په موږ پورې اړه نه لري او د امریکا د وړتیا سره هېڅ ربط نه لري چې کنترول یې کړي.»

متحده ایالتونه له لسیزو راهېسې له دواړو هېوادونو پاکستان او هند سره روابط لري او دواړو هېوادونو ته یې وسلې هم برابرې کړي دي.

په دې وروستیو کې واشنګټن له چین سره د پراخ رقابت له کبله له نوي ډهلي سره د اړیکو د قوي کېدو په اړه کار کړی دی.

تېره ورځ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې او هغوی یې هڅولي دي، چې جګړه کمه کړي او خبرې پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG