د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د چین په توکو باندې ۸۰ سلنه تعرفه سمه ښکاري او په همدې حال کې د دواړو هېوادونو مقاماتو، د تعرفو لګولو له کبله له رامنځ ته شوي کړکیچ وروسته به یو ځل بیا په سویس کې خبرې وکړي.
دا مهال په توکو باندې اکثریت کمرګي تعرفي، چې د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ رد او بدل کېږي، څه باندې ۱۰۰ فیصدو ته رسېږي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ثروت سوشل کې د متحدو ایالتونو د ماليې وزارت سکاټ بسنت ته په اشارې، لیکلي دي: «په چین باندې اتیا په سلو کې تعرفه سمه ښکاري.»
ټاکل شوې چې بسنت او د متحدو ایالتونو لوړ پوړی مذاکره کوونکی جمیسن ګریر د شنبې په ورځ په ژنیو کې د چین له مقاماتو سره وویني.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر ویلي دي چې دواړه خواوې به د تعرفو په کمولو باندې غور کوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې بیجینګ هوډ لري د «چین علایقو، د تجارتي ټولنې او امریکايي مستهلیکنو ته په پام سره د نړۍ د توقعاتو» په اړه له غور کولو وروسته تعامل ته داخل شي.
فورم \ دبحث خونه