د لاس رسي وړ اتصالات

بالمثل تاریخي عمل؛ ټرمپ په څه باندې ۶۰ نورو هېوادونو تعرفې ولګولې


د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د نړیوال تجارت د تحول او د متحدو ایالتونو د تولیداتو او دندو د ارتقا د هڅو په لړ کې د پنجشنبې له نیمې شپې وروسته په یو نوي «بالمثل» اقدام کې په لسګونو نورو هېوادونو باندې تعرفې ولګولې، چې اندازه یې له ۱۰ څخه تر ۴۱ فیصده پورې رسېږي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې لیکلي دي چې «متحدو ایالتونو ته تعرفې په داسې انداز کې روانې دي، چې مخکې یې تصور هم نه کېده».

د ولسمشر ټرمپ د تعرفې د اندازې ټاکلو دا نوې څپه هر هېواد اغیزمن کوي، د ۶۶ هېوادونو، د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو، تایوان او نورو ته اندازه ټاکي او د درې تریلیون ډالرو په ارزښت امریکا ته په وارداتو باندې اغیز کوي.

په یو بل ورته اقدام کې ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اپل شرکت په متحدو ایالتونو کې ۱۰۰ میلیارد ډالر اضافي پانګونه کوي، چې له دغه شرکت سره مرسته کوي چې په ایفونونو باندې یې د تعرفي له لګېدو بچ شي.

په دې سره په راتلونکو څلورو کلونو کې په متحدو ایالتونو کې د اپل شرکت پانګونه ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه وویل: «نن د اپل شرکت اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو کالونو کې به په متحدو ایالتونو کې ۶۰۰ میلیارد ډالر پانګونه کوي، دا تر هغې ۱۰۰ میلیارد ډالره زیاته ده، چې دوی په اول سر کې پانګونه کوله.»

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ یو بل اجرایي فرمان لاسلیک کړ او له روسیې څخه د تیلو د پیرلو له کبله یې د هند په صادراتو باندې ۲۵ فیصده نوره تعرفه هم ولګوله، تېره اونۍ یې هم په هند باندې ۲۵ فیصده تعرفه لګولې وه. دا تعرفې به د دغه اجرايي فرمان له لاسلیک کېدو څخه ۲۱ ورځې وروسته عمل کېږي.

متحدو ایالتونو او ایتلافیانو یې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله په روسیې باندې بندیزونه ولګول، چې د جګړې د تمویل لپاره د مسکو عواید کم کړي، په دغې جګړې کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG