د امریکا متحده ایالتونو د یو شمېر مشخصو هېوادونو د وکړو لپاره چې غواړي د دې هېواد غیرمهاجرتي ویزه ترلاسه کړي، یو لړ نوي شرایط اعلان کړي دي.
د دغو شرایطو پراساس، چې د اګست میاشتې له شلمې نېټې څخه عملي کیږي او د اوس لپاره د دوه افریقایي ملکونو یعنی ملاوي او زمبیا پر وګړو به تطبیق شي، د امریکا د غیرمهاجرتي ویزې غوښتونکی باید ۱۵زره ډالر دغه هېواد ته د ننوتلو لپاره د ضمانت په توګه کیږدي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټمي بروس، د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دغو دوو هېوادونو هغه وګړي چې د امریکا د بي ۱ او بي ۲ سیاحتي او تجارتي ویزو ته درخواست کوي، باید تر ۱۵زره ډالر، د ضمانت په توګه کیږدي.
امریکایي رسنیو ویلي چې کیدایشي نورو هېوادونه هم په دې لړ کې زیات شي.
دا پروګرام د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغه اجرایوي فرمان برخه ده چې د روان کال د جنورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه "د اشغال پر وړاندې د امریکایي وګړو د ساتنې" تر عنوان لاندې لاسلیک شو.
امریکایي چارواکو ویلي دي چې هغه کسان چې د ضمانت اېښودلو په بدل کې د دې هېواد غیرمهاجرتي ویزه ترلاسه کوي، کولای شي چې یواځې یا د باسټن لوګن د نړیوال هوایي ډګر، یا د جان اېف کینیډي نړیوال هوایي ډګر او یاهم د واشنګټن ډالاس نړیوال هوایي ډګر څخه دې هېواد ته داخل او بېرته ووځي.
دا نوي شرایط په داسې حال کې اعلان شوي دي د ولسمشر ټرمپ د بیا واک ته رسېدلو وروسته، متحده ایالتونو ته د بې اسناده کډوالو د ننوتلو شمېر کم شوې دی او د غیرقانوني کډوالو ستنول زیات شوي دي.
فورم \ دبحث خونه