د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په تهران بریدونه کړي‌؛ ایران په اسرائیل میزایلونه توغولي


اسرائیلو او ایران د سې شنبې په ورځ هم په یو بل باندې بریدونه وکړل
اسرائیلو او ایران د سې شنبې په ورځ هم په یو بل باندې بریدونه وکړل

په تهران کې د سه شنبې په ورځ د جون ۱۷ (د جوزا ۲۷)‌ څو زوروې چاودنې شوې دي. اسرائیل ویلي‌ د میزایلو د توغولو په وسایلو او د بې پیلوټه، یا ډرون، الوتکو د ساتلو په ځایونو یې بریدونه کړي‌ دي.

د اسرائیل پوځ ویلي‌ دي چې د سې شنبې په ورځ یې د تهران په مرکزې سیمه کې په یوه هوايي‌ برید کې د جګړې پر مهال د ایران لوی درستیز وژلی دی.

اسرائیلي قواو د هغه وخت څخه چې جګړه پیل شوې ده د ایران یو شمیر لوړ پوړي پوځي‌ مشران وژلي‌ دي.

بل پلو ته ایران هم د سه شنبې په ورځ‌ په اسرائیل باندې د میزایلونو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د بیت المقدس او د تل ابیب د پاسه د چاودنو اوازونه اوریدل شويدي.‌

اسرائیلي‌ چارواکو ویلي‌ چې توغول شوي‌ توغول شوي مرمۍ یا خو د دغه هیواد د دفاعي سیستم لخوا له منځه وړل شوي‌ او یا هم په غیرمسکوني‌ سیمو باندې لګیدلي دي.

که څه هم د نړۍ مشرانو د جکړې د شدت د کمولو غوښتنه کړې خو د دواړه خواوي په دریځونو کې د جګړې د کمولو نښې نښانې نه لیدل کیږي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي چې ایران باید چې د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه کړی وای. هغه زیاته کړه که دا کار شوی وای نو «د ډیرو [کسانو] ژوند به خوندي» شوی وای.

ټرمپ‌ د دوشنبې په ورځ‌ ناوخته د جي-۷ د مشرانو د غونډې څځه چې په کاناډا کې ترسره کیږي بیرته واشنګټن ته راستون شو. هغه خبریالانو ته چې ورسره یې پرواز کاوه وویل چې دی هڅه کوي جګړه «په حقیقي توګه ختمه شي» نه د یو اوربند په کیدو.

هغه وویل:‌ «ایران نه شي کولای چې اټومي وسله ولري. دا ډیره ساده ده. ضرورت نه شته چې په دې [موضوع]‌ کې دې ډیر عمیق ولاړ شو.‌ دوی نه شي کولای چې اټومي وسله ولري.»

ټرمپ د سه شنبې په سهار وویل چې ایران هغه د ایران سره د سولې د خبرو لپاره تماس نه دی نیولی او دا په ایرانیانو پورې اړه لري چې خبرې اترې پیل کړي.

د متحده ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ وویل چې د امریکا پوځ منځني ختیځ ته «اضافي وړتیاوي [وسایل]» استولي دي.

هغه زیاته کړه:‌ «د متحده ایالتونو د قواو حفاظت زموږ لومړیتوب دی او د دغه ځای پرځای کولو هدف دا دی چې په سیمې کې زموږ دفاعي موقعیت قوي وي.»

د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشر کاجا کالاس د سه شنبې په ورځ وویل چې د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو د جګړې په ټولو اړخونو باندې غږ کړی چې د داسې اقداماتو نه دې ډډه وکړي چې جګړه د کنټرول نه ووځي.

کالاس وویل:‌ «موږ ټولو موافقه وکړه چې په عاجله توګه دې د جګړې شدت کم کړل شي. ایران نه شي کولای چې اټومي بم ولري،‌ او ديپلوماسي یې لاره ده چې مخنوی یې وشي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG