د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو باندې محدودیتونه، د خبریالانو زنداني کول او د مخالفانو د غږونو غلي کول او ځپل زیات کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ د اګست په پنځمه نېټه په یو راپور کې ویلي دي، چې «د بسپنه ورکوونکو هېوادونو له لوري د مرستو په کموالي او له پاکستان او ایران څخه د ۱.۹ میلیون افغانانو په بېرته ستنېدو سره» افغانستان له یو بد بشري وضعیت سره مخامخ دی.
راپور وايي چې د افغانستان د ښځو او نجونو په کار، تعلیم، ازاد تګ راتګ او عامه ځایونو ته په ورتګ باندې بندیزونه هماغسې روان دي.
په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې یوې څېړونکې فرشته عباسي په دغه راپور کې ویلي دي: «د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه موږ ته د دوی د ظلمونو شدت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې، تریخ یاد راپه زړه کوي. د طالبانو دغه کرغیړنې کړنې باید هېوادونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د درنو جنایاتو مسوول دي، د قانون منګولو ته وسپاري.»
دغه سازمان په ملګرو ملتونو باندې هم انتقاد کړی دی او ویلي دي چې د دغه سازمان غړو «په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې د ختمولو په اړه د اغیزناک ګامونو په اخیستلو» کې ناکام شوي دي.
دا سازمان وړاندیز کړی دی چې اروپايي ټولنه باید په خپل کلني پریکړه لیک، چې ټاکل شوې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وسپارل شی، د «افغانستان لپاره د حساب اخیستلو یو هر اړخیز میکانیزم جوړ» کړي.
د بشري حقوقو د څار سازمان په داسې حال کې دغه راپور خپوري چې تیره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د افغانستان په هکله یو پریکړه لیک تصویب کړ په کښي په افغانستان کې د مخ پر خرابیدونکي بشري، اقتصادي او د بشري حقوقو د وضیعت په هکله ژوره اندېښنه څرګنده شوه.
په دغه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتنه شوې چې له خپلسري،محدودوونکو سیاستونو لاس واخلي او ټولشموله حکومت جوړ کړي.
دغه پرېکړه لیک ته د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۱۶ مثبته رایه ورکړه، ۱۲ ممتنع رایه ورکړه په داسې حال کې چې اسرائیل او امریکا یې مخالفت وکړ.
ملګرو ملتونو ماموریت ته د امریکا مرستیال استازي جاناتن شریر، وویل چې واشنګټن د افغانستان په اړه د نوي پرېکړهلیک مخالفت کوي او منفي رایه ورکوي.
جاناتن شریر زیاته کړه "مونږ نشو کولای په داسې حال کې چې د طالبانو د ډلې ملاتړ کوو په عین حال کې ددې ډلې څخه وغواړو چې خپل نړیوال تعهدات پرځای کړ او د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي. دا دوه دریځه د یوه بل سره په ټکر کې دي. او د افغانستان د خلګو سره د بشري مرستو اوسنۍ طریقه دوامداره نه ده او د مطلوبو پایلو په ته ترلاسه کولو کې به پاتې راشي."
ښاغلي شریر پر بشري مرستو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوسنی بهیر نه مطلوبې پایلې ورکړي او نه هم د دوام وړ دی.
فورم \ دبحث خونه