د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه پاکستان ته: هغه افغانان مه شړئ چې نړیوال مصونیت او حفاظت ته ضرورت لري


افغان کډوال
افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه افغانان ونه باسي، چې نړیوال مصونیت او حفاظت ته ضرورت لري.

دغې ادارې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان په پرېکړې اندېښنه ښودلې ده. د دغې پرېکړې په اساس، هغه افغانان به هم له پاکستان څخه اېستل کېږي، چې د اوسېدو اسناد (پي او ار) لري. د پاکستان حکومت د جولاۍ په ۳۱ پرېکړه وکړ، چې افغان کډوال به خپله هېواد ته ستنوي. یو ان اچ سي ار وايي چې دوی راپورونه ترلاسه کړي چې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال نیول شوي او هغه افغانان هم په کې دي چې پي او ار لري.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې داسې اقدامات وکړي، چې هغه افغانان د خپلې خوښې خلاف له پاکستان څخه ونه اېستل شي، چې نړیوال مصونیت ته ضرورت لري.

د پاکستان له حکومت څخه همدغه راز غوښتل شوي، چې د ښه نیت په اساس، هغه افغانانو ته د اوسېدو قانوني اجازه ورکړي، چې د روغتیايي ضرورتونو لپاره هلته تللي، لوړې زده کړې کوي او یا یې هلته ودونه کړي دي.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې د افغان ښځو او نجونو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده، وايي په افغانستان کې د هغوی بشري حقونه له خطر سره مخامخ دي. دوی د پاکستان په مقاماتو باندې باندې غږ کړی دی، چې دا ډاډ ورکړي چې افغانستان ته د هر افغان ستنېدل په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

وايي په دې برخه کې به د پاکستان له حکومت سره د یو میکانیزم په جوړولو کې هم مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې په روان کال کې تر دې دمه ۲.۱ میلیون افغانان یا په خپله خوښه او یا په زوره خپله هېواد ته ستانه کړل شوي دي، چې په دې ډلې کې یې ۳۵۲۰۰۰ زره یې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG