اسرایل وايي چې په غزه کې به د حماس ترهګریز سازمان پرضد خپل د روانې جګړې یو نوی پړاو پیل کړي او دا چې پوځ یې د غزې د ښار د نیولو دپاره په آماده ګۍ بوخت دی په داسې حال کې چې پر فلسطیني ملکیانو د جګړې د زونونو دباندې مرستې ویشي.
د لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو دفتر ویلي دي چې د هغه امنیتي کابینې د غزې د ښار د نیولو او دغه راز د بشري مرستو د تقسیم پریکړه منظور کړې ده. دغه پریکړه د یوې اوږدې غونډې وروسته چې په محلي وخت د جمعې په ورځ د لمر د راختو مخکي پای ته ورسیده، اعلان شوه.
د اسرایلو پوځ ویلي دي چې ځواکونو یې د حماس پرضد د جګړې د پیل راهیسې کله چې دغه تروریستي سازمان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې پر اسرایلو برید وکړ د غزې ۷۵ فیصده سیمه نیولې ده خو حماس د غزې په ښار او په مرکزي سیمو کې د کډوالو په کمپونو کې اوس هم فعاله دی او دغه سیمې اسریلي ځواکونو تر دغه دمه نه دي اشغال کړي.
د لومړي وزیر نیتانیاهو دفتر ویلي دي چې امنیتي کابینې دغه راز «د جګړې د ختمولو» دپاره پر پنځو اصولو رایې ورکړي دي چې په کښي د حماس د ډلې خلع سلاح کېدل، د ټولو پاتو یرغمل شویو کسانو بیرته راستنیدل، د غزې د تړانګې غیر نظامي کیدل، پر غزې باندې د اسرایلي ځواکونو د بشپړ کنټرول تاسیېدل، او په غزې کې د یوې بدیلې ملکي ادارې رامنځ ته کېدل شامل دي. دغه بدیله ملکي اداره به نه د حماس له خوا او نه هم په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د ادارې له خوا اداره کېږي.
د اسرایلو دې پریکړې ته امریکا سمدستي غبرګون نه دی څرګند کړی خو ددې اعلان مخکي د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو یو ځل بیا د امریکا پر موقف ټینګار وکړ چې د امریکا نظر دا دی چې « اسرایل چې د خپل امنیت د تامین دپاره څه کوي په اسرایلو پورې اړه لري. »
ښاغلي روبیو دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (اي ډبلیو ټي ان) د عیسوي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وکړې.
فورم \ دبحث خونه