د امریکا ولسمشرډونالد ټرمپ وايي چې د روسیې او اوکراین ولسمشران غواړي ورسره وویني او دا چې دی به هر هغه څه وکړي چې د «وژنو مخه ونیسي.»
ولسمشر ټرمپ داسې وویل«زه به چې هر څه مي د وسه پوره وي وکړم چې د وژنو مخه ونیسم. تیره میاشت ۱۴ زره کسان وژل شوي دي. هر اونۍ څلور پنځه زره کسان وژل کېږي. زما ډیر اوږد انتظار خوښ نه دی. زه فکر کوم چې دا د شرم ځای دی او اکثرا دا سرتیري دي. اوکرایني او روسي سرتیري دي او ځینې خلک هم د توغندیوو په بریدونو کې وژل کېږي چې پر ښارونو لګېږي او هره شپه ۳۵ او ۴۰ کسه وژل کېږي چې دا ډیر بد کار دی. خو زیاتره یې سرتیري دي او په اوسط ډول د میاشتې ۲۰ زره کسان وژل کېږي چې اکثره یې ځوانان دي او سرتیري دي.»
ښاغلي ټرمپ وویل چې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین سره یې هر ډول لیده کاته پر دې مشروط نه دي چې د روسیې ولسمشر به د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي سره خبرو ته کښېني.
ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې د کریملن ماڼۍ وویل چې د ښاغلي پوتین او ښاغلي ټرمپ ترمنځ به لیده کاته په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
سپینه ماڼۍ وايي چې اوس هم د ددې ممکنه لیدو کاتو پر جزیاتو کار کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولین لیویټ په یوې بیانیې کې ویلي دي چې « ولسمشر ټرمپ غواړي چې د ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي سره وګوري ځکه هغه غواړي چې دا وحشي جګړه پای ته ورسېږي.»
په عین حال کې د کریملن ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د درې اړخیزې غونډې په هکله په «ځانګړي ډول بحث» نه دی شوی.
ولسمشر ټرمپ د روسیې دپاره د اګست تر ۸ مې نېټې پورې مهلت ټاکلی دی چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي که نه نو د سختو تعارفو او بندیزونو سره به مخ شي.
فورم \ دبحث خونه