د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان ته ستنېدونکي افغانې مېرمنې او نجونې له زیاتېدونکو خطرونو سره مخامخ دي


د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان د بشري حقونو د ځینو نورو سازمانونو سره په ګډه په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته له ستنېدونکو افغان ښځو او نجونو سره ډېره مرسته او همکاري وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا ښځې او نجونې د مخ په زیاتېدونکي غربت، په کم عمر کې د واده او د خپلو حقونو او خوندیتوب په اړه له زیاتېدونکو خطرونو سره مخامخ دي.

دغو ادارو د پنجشنبې په ورځ په ګډ راپور کې همدغه راز د خیریه ټولنو د هغو ښځینه کارکوونکو، چې افغانستان ته له ستنېدونکو سره مرسته کوي، ستونزې او ضرورتونه هم په ګوته کړي دي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې طالبان له څلورو کالونو راهېسې په افغانستان باندې بیا واکمن دي. طالبانو په دغې مودې کې، د اقتصادي بحران، اقلیمي بدلون او بشري مرستو د ضرورتونو سره سره، د ښځو حقونه محدود کړي.

ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر له میاشتې راهېسې ۲.۴ میلیون بې اسناده افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه یا په خپله خوښه او یا په زوره خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې له ایران څخه په ستانه شویو افغانانو کې یې درېیمه برخه او له پاکستان څخه په راستانه شویو کې یې نیمایي ښځې او نجونې دي.

اکثریت ستانه شوي افغانان داسې دي چې په افغانستان کې یې هېڅ ژوند نه دی کړی، نه هلته کور لري، نه عواید لري او نه هم ښوونځي او روغتیايي خدمتونه ورته برابر دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG