د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: د شرې ناروغۍ تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۵۷ تنه مړه کړي


په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې زرګونه کسان د شرې په ناروغۍ اخته شوې
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې زرګونه کسان د شرې په ناروغۍ اخته شوې

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اچ او) وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د ۲۹ نېټې څخه نیولې د روان کال د مۍ تر ۱۷ نېټې پورې د شرې ناروغۍ له کبله ۳۵۷ کسان مړه شوي دي.

ډبلیو اچ او په دې اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د شرې د مشکوکې ناروغۍ پېښې د تېرو دریو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهېسې مخ په زیاتېدو دي.

تازه ارقام څرګندوي چې دا پېښې د تېرو څو اونیو په پرتله په روانه میاشت کې ۶.۲ سلنه زیاتې شوې دي.

د ډبلیو اچ او په راپور کې راغلي دي چې یوازې د روان کال په شلمې اونۍ کې د دغې مشکوکې ناروغۍ له کبله «۲۱ کسان مړه شوي چې ۱۹ یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان» دي.

د راپور په اساس، په هلمند کې (۶ تنه)، په کابل کې (پنځه تنه)، په هرات کې (څلور تنه)، په بدخشان، بادغیس، بغلان، بامیان، جوزجان او سمنګان کې یو-یو کس مړه شوي دي.

همدغه راز په همدې مودې کې د «شرې ۴۰۴۳ مشکوکې پېښې هم» ثبتې شوې دي، چې پرې اخته اکثریت ماشومان او ښځې ښول کېږي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان په خپل ایکس حساب کې د دغې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهولو لپاره ځینې اعلانونه هم خپاره کړي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې په افغانستان کې پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شوی چې په کې به تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۱۱ میلیون ماشومانو ته واکسین کېږي.

د راپورونو په اساس، په افغانستان کې تېرکال د پولیو ۲۵ پېښې ثبتې شوې. افغانستان او پاکستان دا مهال په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو پېښې شته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG