د لاس رسي وړ اتصالات

رایان روت د ټرمپ د وژنې په هڅې په ټولو تورونو مجرم وپیژندل شو


د فلوریډا په یوې محکمې کې د سې شنبې په ورځ یوه منصفه پلاوي ۵۹ کلن رایان روت، د ډونالډ ټرمپ د وژنې د هڅې په تور مجرم وپېژندو.

روټ د ولسمشرۍ د یوه مخکښ نوماند د وژنې د هڅې، په یوه فدرالي افسر د برید، او د وسلو د ګڼ شمیر جرمونو په شمول، د پنځو فدرالي تورونو سره مخ شوی دی چې ښایي د عمر قید سزا سره مخ شي.

د پریکړې له اعلان څخه سمدستي وروسته، روت هڅه وکړه چې په قلم پخپلې غاړې ووهي. خو په محکمې کې ولاړو افسرانو یې مخه ونیوله او له محکمې څخه یې وویستلو.

په محاکمې د نظم له ټینګیدو وروسته هغه بیا د سیمې د قاضي ایلین کینن مخ ته حاضر شو. قاضي اعلان وکړ چې روت به د دسمبر په ۱۸مه نیټه محکوم شي.

ولسمشر ټرمپ، چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی و، د دې قضیې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا[ قضیه] "ډیره ښه اداره شوې".

ټرمپ وویل: "دا ډېره مهمه ده." "داسې پیښې باید رامنځته نشي. دا زما سره هیڅ تړاو نلري، خو پر یو ولسمشر یا حتی پر یو شخص باید داسې پیښه ونشي. او په دې توګه، عدالت ترسره شو. خو زه د قاضي، منصفه پلاوي او هر هغه چا څخه چې پدې قضیې کې برخه لرله ډیره مننه کوم."

لوی څارنوالې پام بونډي په یوه بیان کې وویل: "د ټرمپ د احتمالي قاتل، رایان روت، نن ورځ محکومیت د عدلیې وزارت ژمنتیا ښیي چې په سیاسي تاوتریخوالي کې ښکیلو کسانو ته سزا ورکړي."

څارنوالانو وویل چې روت، چې د هاوايي اوسیدونکې دی، تیر کال د سپتمبر په ۱۵مه د فلوریډا په ویسټ پام بیچ کې د ټرمپ د ګالف میدان بهر په ټوپک سمبال وه او پلان یې درلود چې د هغه وخت د جمهوري غوښتونکي ولسمشرۍ نوماند د ګالف لوبېدو پرمهال ووژني.

د امریکا د مخفي خدماتو مامورینو روت وپیژنده او په ډزو یې وویشته، هغه یې اړ کړ چې خپله وسله پریږدي او په موټر کې له سیمې وتښتي خو وروسته بیا ونیول شو.

دا پېښه د ولسمشرۍ د کمپاین په جریان کې د ټرمپ پر ژوند دوهم برید وه. تېر کال جولای میاشت کې، یو ۲۰ کلن وسله وال کس په پنسلوانیا کې د ولسمشرۍ د کمپاین په مهال په یوه غونډه کې د ټرمپ د وژلو هڅه وکړه.

یوه مرمۍ د ټرمپ په غوږ کې ولګېده او د کمپاین یو کډونوال یې وواژه. د پټو خدماتو یوه مامور، بریدګر، توماس میتیو کروکس وواژه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG