ولسمشر دونالډ ټرمپ نن جمعه د اګست ۱۵ نېټه په الاسکا کې په یو پوځي مرکز کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه مهمه غونډه کوي.
دا جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته پیل شوه.
دواړه مشران له خپلو الوتکو څخه تر ګوزېدو وروسته، په داسې حال کې چې تر پښو لاندې یې سرې قالینې غوړېدلې وې، له یو بل سره روغبړ وکړ.
ښاغلیو ټرمپ او پوتین کیمرو ته مخامخ ودرېدل خو د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ونه ویل. دوی لنډې خبرې وکړې او بیا خپلو لیموزینونو ته ولاړل چې په ټاکل شوي ځای کې خبرې پيل کړي.
سرمشریزه د الاسکا په انکوریج کې د المندورف-ریچارډسن په پوځي اډې کې کېږي.
سپینې ماڼۍ تائید کړې چې د ولسمشر ټرمپ ملاقات به اوس درې په درې وي. له ولسمشر ټرمپ سره به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ځانګړی استازی سټیف ویتکاف وي. تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ له غونډې وروسته یو خبري کنفرانس هم ولري.
د سپینې ماڼۍ یو مقام وویل چې د پراخو دوو اړخیزو خبرو او کاري غرمنۍ لپاره به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړی استازی سټیف ویتکاف، د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ، د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ، د اقتصاد وزیر هوارډ لوتنیک، د سولي د ماموریت ځانګړې استازې او د ولسمشر د دفتر مشره سوزي ویلز له ولسمشر سره یو ځای شي.
تر سرمشریزې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې له پوتین سره د اوربند «عاجل» تړون غواړي. هغه الاسکا ته په لارې په خپلې ځانګړې الوتکې کې خبریالانو ته وویل: «زه غواړم سمدستي اوربند ووینم. نه پوهېږم چې به نن وي، خو خوښ نه یم که نن ونه شي... زه غواړم وژنه بنده شي.»
فورم \ دبحث خونه