د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او پوتین د غونډې لپاره ولې الاسکا غوره شوې؟


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ د اګست په ۱۵ (زمري ۲۴)، د روسیې له ولسمشر، ولادمیر پوتین سره لیدنه کوي.

د دې لیدنې موخه، په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې دي.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا لیدنه، د امریکا د الاسکا ایالت د المندورف-ریچارډسن په پوځي اډه کې کیږي.

د سړې جګړې په اوږدو کې، د المندورف-ریچارډسن اډې د پخواني شوري اتحاد سره د مقابلې لپاره خوره زیات اهمیت درلود. په دې اډې کې مېشت اوسنۍ الوتکې، اوس هم د روسیې هغه الوتکې تعقیبوي چې د متحده ایالتونو هوایي حریم ته داخلیږي.

په دې اډې کې د هوایی ځواک درېیم-وینګ ځای پرځای دی چې د اف-۲۲ رپټر ډوله جنګي الوتکې یې تر قوماندې لاندي دي او په آسیا، آرکټیک (شمالي قطب) او لویدیځ ساحل کې د ماموریتونو لپاره یو مهم مرکز ګڼل کیږي.

د متحده ایالتونو د پوځ په وینا، په دې پوځي اډه کې څه باندې ۳۲۰۰۰ کسان مېشت دي چې د انکوریج ښار شاوخوا ۱۰سلنه نفوس جوړوي. دا اډه په ۸۵۰۰۰ هېکره ځمکه کې د شاوخوا ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تاسیسات لري.

المندورف-ریچارډسن پوځي اډه، د انکوریج ښار له مرکز څخه ۱۱میله (نږدې ۱۸ کیلومتره) لرې پرته ده.

زیاتره کارپوهان په دې باور دي چې په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د لیدنې لپاره، د المندروف-ریچارډسن اډه، ترټولو خوندي ځای دی.

دا اډه په ۲۰۱۰ کال کې وروسته له هغه په دې نامه مشهوره شوه چې د المندورف هوایي اډه د فورت ریچارډسن سره یوځای شوه.

په سړې جګړې کې المندورف د شوري اتحاد د څارنې لپاره یو مهم رول درلود او په ارام سمندر کې د احتمالي اټومي بریدونو یا پوځي خوځښتونو څخه یې هم څارنه کوله.

په همدې وجه، دا اډه "د شمالي امریکا د سرپوښ" په نوم هم یادیږي.

د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره به ۱۸۶۷ کال کې یعنې وروسته له هغه الاسکا ته ننوت چې متحده ایالتونو دا سیمه له روسیې واخیسته. هوایي ځواک په ۱۹۴۱ کې یعنې د دوهمې نړیوالې جګړې د اندېښنو په لړ کې په الاسکا کې ځای پر ځای شو او وروسته یې لازیات اهمیت پیدا کړ.

تر دې مخکې دغې اډې د لږترلږه څلورو امریکایي ولسمشرانو او د یوه بهرني لوړ پوړي چارواکي کوربتوب کړی دی.

په ۱۹۷۱ کال کې، ولسمشر، ریچارډ نېکسن، په المندورف کې د جاپان له امپراتور هیروهېنتو کوربتوب وکړ. دا ځکه یوه تاریخي غونډه وه چې د جاپان یو برحاله امپراتور د لمړي ځل لپاره له یوه بهرني هېواد څخه لیدنه وکړه.

په ۱۹۸۳ کې، پخوانی ولسمشر ، رونالډ رېګن، هم جاپان او کوریا ته په لاره، په دې اډې کې تم شوی و.

پخوانی ولسمشر، بارک اوباما، په ۲۰۱۵ کال کې د "ګلسیئر" کنفرانس لپاره، دې اډې ته تللی و. او په ۲۰۲۳ کې، د هغه وخت ولسمشر، جو بایډن، په دې اډې کې د سپتمبر د یوولسمې (په نیویارک کې د ترهګریز بریدو د قربانیانو) د یاد مراسم ترسره کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG