ولسمشر ټرمپ د روسیې له ولسمشر پوتین سره د مهم ملاقات لپاره الاسکا ته رسېدلی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي هغه هیله لري چې د جمعې په ورځ د الاسکا په انکرېج کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرمشریزه غوره پایله ولري.
هغه وویل ځکه چې هغه غواړي د اوکراین او روسیې تر منځ جګړې ته د پای ټکې کیږدي.
هغه وویل، "دواړه خواوې یو بل ته ښه درناوی لري، او فکر کوم، چې یو څه به له دې ناستې څخه راووځي,"
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته دا خبرې پداسې حال کې وکړې چې هغه د ایرفورس وان پر الوتکه کې الاسکا ته روان شو څو د پوتین سره مخامخ خبرې وکړي.
دا د هغه د لومړۍ دورې نه راورسته د ولسمشر پوتین سره لومړنۍ ملاقات دی. ولسمشر ټرمپ د خپلې غونډې په اړه وویل، "زه دا د دې لپاره کوم چې د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شي,"
ولسمشر ټرمپ واضحه کړه چې هغه به اوکراین ته په هرې سیمه ییزې تبادلې کې له روسیې سره د پریکړې اجازه ورکړي ځکه د هغه په وینا دا به د جګړې د پای ته رسولو په موخه د تړون دپاره ضروري وي.
هغه وویل، "دا به وکتل شي، خو باید اوکراین پرېکړه وکړي، او زه فکر کوم دوی به سمه پرېکړه وکړي. خو زه دلته د اوکراین لپاره مذاکرات نه کوم، زه دلته یم ترڅو هغوی د خبرو اترو میز ته راوړم,"
د جمعې د ورخې غونډه پداسې حال کې کیږي چې روسیه لا هم د اوکراین ښارونه بمباري کوي. ولسمشر ټرمپ وایي هغه پدې باور دی چې پوتین ښایي دا سوچ کوي چې دغه بریدونه به په مذاکراتو کې هغه برلاسی کړي.
هغه زیاته کړه، "هغه فکر کوي چې که دوی وژنې ته دوام ورکړي، دا بریدونه به دده سره د یوې غوره معاملې په لاسته راوړلو کي مرسته وکړي. خو په حقیقت کې دا هغه ته زیان رسوي. "
تر هغه وروسته چې ټرمپ انکرېج ته ورسېږي، هغه به لومړی له پوتین سره د ایلمنډورف-ریچارډسن اډې کې پوتین سره یو په یو خبرو ته کیني، وروسته به د دواړو هیوادونو د استازو سره یو ځای ډوډۍ وخوري او بیا به یوه خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د دې اونۍ په پیل کې، ټرمپ وویل که د پوتین سره د اول ځل خبرې سمې پر مخ لاړې شي نو هغه به د بلې ناستې لپاره چمتووالی وینسي چې پکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي به هم برخه واخلي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، "تر ټولو مهمه دوهمه ناسته ده چې موږ پلان کړې ده. موږ د ولسمشر پوتین، ولسمشر زیلنسکي، زه او ښایي یو څه اروپایي مشران سره یو ځای ملاقات وکړو او ښایي هم دا ملاقات ونشي. موږ به وګورو چې څه پېښیږي"
هغه زیاته کړه، "زه فکر کوم چې ولسمشر پوتین به سوله وکړي او فکر کوم چې ولسمشر زیلنسکي به سوله وکړي، موږ به وګورو چې آیا دوی کولای شي یو بل سره سم او غوره ژوند وکړي."
ولسمشر ټرمپ همدارنګه وویل چې هغه به ډیر ژر پوه شي چې که د جمعې ناستې پایله ناوړه وي. هغه د فاکس نیوز راډیو سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې ۲۵ سلنه ددې چانس شته چې دا ناسته ناکامه شي. هغه خپله تګلاره د شطرنج لوبې سره پرتله کړه.
د خبرو اترو وړاندې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په ټیلیګرام کې ولیکل، "دا وخت ددې دی چې جګړه پای ته ورسیږي، او ددې دپاره اړین ګامونه باید روسیه پورته کړي. موږ په امریکا حساب کوو."
هغه مخکې ویلي و چې د سرمشریزې لپاره تر ټولو دمخه اوربند باید لومړنی اولویت ولري.
د پنجشنبې په ورځ، د روسیې ولسمشر پوتین د امریکا لخوا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د "صادقانه هڅو" هرکلی وکړ او ویې ویل: "موږ ټولو خواوو ته د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوو."
فورم \ دبحث خونه