د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: ټرمپ چمتو دی د اوکراین د جګړې له کبله په روسیې باندې سخت بندیزونه ولګوي


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره یو ځای په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اتیایمې عمومي کلنۍ غونډې کې و، چې د متحدو ایالتونو لومړیتوبونه تشهیر کړي او «د سولې، استقلالیت او ازادۍ په اړه د امریکا د لومړیتوبونو» دفاع وکړي.

نوموړي د ان بي سي «ټوډای» له خپرونې سره په خبرو کې د روسیې-اوکراین او غزې د جګړې په اړه خبرې وکړې.

هغه د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل: «کومه هیله چې لرو دا ده چې موږ په نړۍ کې یوازینی هېواد یو چې په [جګړې] کې له دخېلو هېوادونو سره خبرې کولای شو. موږ یوازیني خلک یو چې له اوکراین او روسیې سره خبرې کولای شو او هر څوک مو هڅوي چې دا رول ولوبوو.»

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناهیلی شوی دی او پوتین «زه کم راوستی یم».

د متحدو ایالتونو دغه لوړ پوړي دپلومات وویل چې ولسمشر ټرمپ «شاید په روسیې باندې نوي بندیزونه لګولي وای، خو د اروپا لپاره هم مهم دي چې بنندیزونه ولګوي. په اروپا کې همدا اوس داسې هېوادونه شته چې له روسیې څخه ډېر تیل او طبعي ګاز پیري چې خندوونکي دي. هغوی له متحدو ایالتونو څخه غواړي چې نور بندیزونه ولګوي، خو په اروپايي کې داسې هېوادونه شته، چې دا کار نه کوي. بنآ، زه فکر کوم چې هغوی باید ډېر نور څه وکړي.»

ښاغلي روبیو همدغه راز په غزې کې د اسرائيل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د جګړې په اړه وویل: «دا تر ډېره د حماس د ختمولو موضوع نه ده، دا د سولې موضوع ده. تر څو پورې چې حماس موجود وي، سوله نه شی لرلای. دا د یهودي دولت ړنګولو ته ژمنه ډله ده. هغوی په وار وار دا خبره کړې او په خپل موجودیت کې یې هم څرګنده کړې ده.»

نوموړي د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه هم وکړه او ویې ویل که د حماس ډله نه وي، د غزې خلک، د امریکا او نورو هېوادونو په همکارۍ غزه بېرته داسې رغولای شي چې په کې بیا ژوند وکړي «نباید هېڅکله د حماس په څېر شریري ډلې تر کنترول لاندې ژوند» وکړي او باید ښه اینده ولري.

د فرانسې، کاناډا، بریتانیا او ۱۴۰ نورو هېوادونو له لوري د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې په اړه یې وویل چې «د دې پرمختګ په اړه هېڅ اندېښمن نه یم، ځکه دا کوم هېوادونه چې تاسو یاد کړل، یو یې هم د غزې د جګړې په ختمولو کې ډېره ونډه نه ده» اخیستې. هغه زیاته کړه چې دا کار «په رښتیا هم د حماس لپاره یو انعام» دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG