د لاس رسي وړ اتصالات

په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر ټرمپ وینا؛ د امریکا د قوت، سولې او مشرتابه پیغام


ولسمشر ټرمپ، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې، د وینا پر مهال
ولسمشر ټرمپ، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې، د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړه. نوموړي په خپلې وینا کې د نړیوالو بحرانونو په اړه خبرې وکړې، د امریکا لاسته راوړنې برجسته کړې او د ملګرو ملتونو پر رول یې نیوکه وکړه. مونږه تاسو ته دا وینا په بېلا بېلو برخو کې وړاندې کوو.

ولسمشر ټرمپ په پیل کې د امریکا په بیا پیاوړي کیدلو او په پښو درېدلو خبرې وکړې، هغه وویل، "زه شپږ کاله مخکې همدلته ولاړ وم، هغه مهال چې نړۍ سوله‌ییزه او باثباته وه، خو د تېرو څلورو کلونو بې‌کفایتۍ، افراطیت او قانون ماتونې له کبله، امریکا له کړکېچونو سره مخ کړه." خو ټرمپ زیاته کړه چې اوس، یوازې په اتو میاشتو کې، "امریکا د نړۍ تر ټولو غوره اقتصاد لري. زموږ پوځ، پولې، اقتصاد، ملګرتیاوې او ولسي روحیه تر ټولو قوي ده."

اقتصادي وده او پانګونه

ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو اقتصاد ته په اشارې ادعا وکړه چې د خپل حکومت له پیل راهیسې، امریکا کې د ۱۷ تریلیون ډالرو په ارزښت پانګونه جلب شوې، په داسې حال کې چې په خبره یې د مخکني ولسمشر جو بایډن په څلور کلنه دوره کې یوازې یو ترېلیون ډالر پانګونه شوې وه.

هغه وویل، "یو کال وړاندې، زموږ هېواد ژور کړکېچ کې وو. خو نن، یوازې اته میاشتې وروسته له هغه چې ما حکومت پیل کړ، امریکا د نړۍ تر ټولو په چټکۍ پر مختلونکی او د پام وړ هېواد ګرځېدلې دی. هېڅ بل هېواد زموږ سیالي نشي کولای. امریکا له تر ټولو پیاوړي اقتصاد، تر ټولو پیاوړو پولو، تر ټولو قوي پوځ، تر ټولو غوره ملګرتیاوو، او د نړۍ تر ټولو پیاوړې ملت‌پالې روحیې سره برلاسی ده. دا رښتیا هم د امریکا د طلایي دورې پیل دی. موږ د تېرو حکومتونو له خوا راپاتې اقتصادي ناورینونه، د بیو خطرناک لوړوالی، او د بې‌ساري انفلاسیون مخه ګرځولې ده، داسې انفلاسیون چې امریکا مخکې نه‌ و لیدلی. زما تر مشرۍ لاندې، د انرژۍ لګښتونه کم شوي، د تېلو بیې راټیټې شوي، د خوراکي توکو بیې راکمې شوي، د کور اخیستو دپاره د پورونو نرخونه کم شوي، او انفلاسیون ته ماتې ورکړل شوې ده."

سوله او د جګړو ختمول

ولسمشر ټرمپ وویل، "زه د اوو جګړو د ختمولو ویاړ لرم، چې ځینې تر ۳۱ کلونو پورې روانې وې، لکه: د پاکستان او هند، اسرائیل او ایران، مصراو ایتوپیا، ارمنستاناو آذربایجان، او نور."

خو ولسمشر ټرمپ نیوکه وکړه چې د سولې دپاره د پرمختګونو په ترڅ کې ملګرو ملتونو هېڅ رول ونه لوبوه، بلکې یوازې "یوه خراب لفټ او خراب ټېلې پرامپټر" یې ورکړی. ولسمشر ټرمپ وویل دده په تدبیرد نیمې شپې د څټک په نوم د عملیاتو له لارې، د ایران د اټومي پروګرام کلیدي تاسیسات بمبارد شول.

هغه ایران ته په اشارې داسې وویل، " نن، د ایران اکثریت پخواني پوځي قومندانان، په حقیقت کې تقریبآ ټول یې، نور نه شته. مړه شوي. درې میاشتې مخکې، د نیمي شپې څټک په عملیاتو کې، اووه امریکايي بې-۲ بمب غورځوونکو الوتکو، هرې یوې یې ۱۴ بمونه، چې هر بمب ۳۰۰۰۰ پونډه وزن درلوده، د ایران په مهمو اتومي تاسیساتو وغورځول او هر څه یې ختم کړل. هغه څه چې موږ وکړل، د ځمکې په سر بل هېڅ هېواد نه شو کولای. بل هېڅ هېواد دا وسایل نه لري چې ویې وکړي. موږ د ځمکې په سر تر ټولو سترې وسلې لرو. نه مو خوښېږي چې ویې کاروو، خو موږ هغه څه وکړل چې په تېرو ۲۲ کالونو کې یې خلکو غوښتنه کوله. همدا چې د ایران د اتومي غنا ظرفیت ختم شو، موږ سمدستي د ۱۲-ورځنۍ جګړې د ختمولو لپاره منځګړتوب وکړ."

هغه وویل، "او بیا مې د ایران او اسرائیل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسوله."

د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو په وړاندې غبرګون

ټرمپ په لوړ اواز وویل: "تر هغه چې ټول برمته‌شوي کسان آزاد نشي، د فلسطین د دولت پېژندنه د حماس ترهګرو ته د انعام ورکول دي. موږ د دوو یا څلورو برمته‌شویو خلاصېدل نه غواړو، موږ ټول ۲۰ رکسان ازادول او د ۳۸ کسانو جسدونه غواړو تر لاسه کړو. او دا کار باید ژر تر ژره وشي."

هغه په غزې کې د جګړې په تړاو وویل: " «هماغسې چې موږ سره راغونډ شوي یو او راغونډېږو به، باید دا کار تمام کړو. موږ باید په غزې کې جګړې سمدستي بنده کړو. باید یې بنده کړو. موږ یې باید انجام کړو. موږ باید خبرې وکړو. باید سمدستی پر سولې خبرې وکړو. موږ باید یرغمل شوي بېرته راستانه کړو. موږ يې ټول ۲۰ تنه بېرته غواړو. موږ دوه او څلور نه غواړو. هماغسې چې پوهېږئ، ما له سټیف ویتکاف او نورو، مارکو روبیو، سره کار وکړ چې په دې برخې کې یې مرسته کړې، اکثریت مو یې بېرته راستانه کړي دي. په ټولو کې یې دخیل وو. مګر ما هر وخت دا خبره کړې چې دا وروستي ۲۰ یې ډېر سخت وو، چې هماغسې وشول. موږ یې باید همدا اوس بېرته راستانه کړو. باید یې ټول بېرته راستانه کړو. نه غواړو چې دوه،، بیا دوه، بیا یو او بیا ترې کسان ترلاسه کړو... نه موږ یې ټول بېرته غواړو. موږ دقیقآ ۳۸ مړي هم بېرته غواړو."

د روسیې او اوکراین جګړه

ټرمپ د روسیې او اوکراین تر منځ جګړې ته په اشارې وویل: "زه هڅه کوم چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوم. دا یوه داسې جګړه ده چې که زه ولسمشر وای، هېڅکله به پیل شوې نه وای." نوموړي خبرداری ورکړچې که روسیه سولې ته چمتو نه شي، امریکا به له اروپا سره یوځای ورباندې کلکې اقتصادي تعرفې ولګوي.

بیولوژیکي او اټومي وسلې

ولسمشر ټرمپ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د اټومي او بیولوژیکي وسلود پراختیا نه ډډه وکړي. هغه د مصنوعي زیرکتیا (AI) له لارې د یوې نړیوالې څارنې د یو سیسټم د رامنځته کولو ژمنه وکړه، څو د بیولوژیکي وسلو د مخنیوي تړون پلی شي.

کډوال، پولې او د ملګرو ملتونو رول

ولسمشر ټرمپ پر ملګرو ملتونو سخت انتقاد وکړ او ویې ویل:"ملګري ملتونه د لویدیځو هېوادونو پر ضد بودیجه ورکوي. په ۲۰۲۴ کې یې د ناقانونه کډوالو لپاره ۳۷۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړل، تر څو امریکا ته داخل شي. موږ دا نه منو چې خلک د نړۍ له نورو برخو راشي، زموږ سرحدونه او قوانین مات کړي، زموږ ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړي، او زموږ ټولنیز نظام کمزوری کړي."

هغه زیاته کړه، "تاسو دا حق لرئ چې خپل سرحدونه کنټرول کړئ، لکه څنګه چې موږ اوس هم دا کار کوو، او دا هم حق لرئ چې د هغو مهاجرینو شمېر محدود کړئ چې ستاسو هېواد ته داخلیږي، او د هغه ولس له مالیې څخه ورباندې لګښتونه کېږي کوم چې دا هېواد یې جوړ کړی و. هغوی خپلi وینه، خوله، اوښکې او پیسې په دې هېواد کې لګولي دي، او اوس دا هر څه خرابیږي. ویاړلي ملتونه باید اجازه ولري چې خپلې ټولنې وساتي او خپل هېوادونه لدې څخه وژغوري چې د داسې خلکو له لوري ونیول شي چې هغوی يې مخکې ندي لیدلي، چې دودونه، مذهبونه او هر څه یې سره توپیر لري."

د اقلیم بدلون

ولسمشر ټرمپ وویل: "د اقلیم بدلون تر ټولو لوی دروغ دی چې نړۍ ته ویل شوی. که هېوادونه له دې (شنه دروغو) (Green Scam) ځان خلاص نه کړي، نو خپل اقتصادي نظام به له لاسه ورکړي."

هغه وویل، "دا ټولې وړاندوینې چې د ملګرو ملتونو او نورو لخوا شوې دي، اکثره وخت د بدو مقاصدو لپاره وې، ناسمې وې. دا وړاندوینې د کم عقلو خلکو لخوا شوې وې چې خپلو هېوادونو ته یې ډېر زیانونه ورسول، او هیڅ چانس یې ورنه‌کړ چې بریالي شي. که تاسو د دې (شنو) درواغو نه ځان خلاص نه‌کړئ، ستاسو هېواد به له منځه ولاړ شي. زه په وړاندوینه کې ډېر ښه یم. تاسو پوهېږئ، هغوی د کمپاین پر مهال یوه خولۍ درلوده چې ډېره خرڅېده: ټرمپ په هره برخه کې حق و. زه دا د ځان ستاینه نه کوم، خو دا رښتیا ده. زه په هر څه کې حق ووم. او زه تاسو ته وایم، که تاسو له دې شنې انرژۍ له دروغو ځان خلاص نه‌کړئ، ستاسو هېواد به برباد شي."

د ولسمشر ټرمپ له وینا څخه څرګنده ده چې نوموړی غواړي د امریکا د نړیوال مشرتابه، اقتصادي قوت، او امنیتي لوړ نقش په اثبات ورسوي. هغه وویل: "زه د سولې لپاره دلته راغلی یم، او هر هېواد ته د ملګرتیا لاس ورغځوم. خو دا به یوازې د پخوانیو ناکامو تګلارو له پرېښودو وروسته شونی وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG