د متحدو ایالتونو ولسشمر دونالډ ټرمپ وايي فکر کوي چې دا به غوره وي لومړی د روسیې او اوکراین ولسمشران له یو بل سره وګوري.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ له اروپایي مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او تېره ورځ یې فاکس نیوز ته په مرکې کې وویل چې د روسیې له ولسمشر پوتین سره یې هم په تیلیفون کې خبرې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ ویلي: «فکر کوم باید پرېږدو چې لومړی هغوی (پوتین او زیلینسکي» له یو بل سره وویني، هغوی دوستان هم نه دي. ما تېره ورځ د روسیې له ولسمشر پوتین سره تماس ونیوه. زه له هغه سره ښه اړیکه لرم، خو دا اړیکه هغه وخت ښه تمامېدای شي، چې یوې موافقې ته ورسېږو. له دې پرته، دغې اړیکې ته ارزښت نه ورکوم.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت وویل چې ولسمشر ټرمپ د جګړې په ختمولو ټېنګار وکړ او څرګنده یې کړه چې غواړي دا جګړه ختمه شي.
هغې وویل: «ولسمشر ټرمپ ډېر زیات فشار راوړی چې دا جګړه ختمه شي. هغه عمل کوي او تاسو په هند باندې بندیزونه او نور اقدامات ګوری. هغه دا خبره واضحه کړې ده چې غواړي دا جګړه ختمه شي. هغه د نورو دا نظریه رد کړه چې موږ تر بلې هرې غونډې مخکې یوه بله میاشت صبر وکړو. ولسمشر ټرمپ غواړي پر مخ ولاړ شي او غواړي چې هر څومره ژر کېږي، دا جګړه ختمه کړي.»
ولسمشر ټرمپ تاکید وکړ چې متحده ایالتونه یو ځل بیا په نړۍ کې تر ټولو مهم هېواد شو او هرڅوک غواړي چې دلته راشي او ویي ویل چې اروپایي مشرانو له ځنډ پرته واشنګټن ته د هغه بلنه ومنله، ځکه چې «هغوی ښه خلک دي او ټول غواړي، دا جګړه ختمه» شي.
ولسمشر ټرمپ ټېنګار وکړ، چې «د اوو جګړو په ختمولو بریالی شوم، خو فکر مې کاوه چې دا جګړه (روسیې-اوکراین) اسانه ده، خو تر ټولو سخته وه. هیله لرم، د روسیې ولسمشر ښه عمل وکړي، که یې ونه کړي، وضعیت خرابېږي او هیله لرم چې د اوکراین ولسمشر هم باید کار وکړي او لږ نرمښت وښي.»
فورم \ دبحث خونه