د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: بریتانیا، فرانسه او جرمني د اوکراین امنیتي تضمین ته ځواکونه لیږي، امریکا مرستې ته چمتو ده


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډون ځینې اروپايي هېوادونه غواړي د اوکراین د امنیتي تضمین د برخې په توګه هغه هیواد ته ځواکونه واستوي او امریکا هم د مرستې لپاره چمتو ده.

دا پداسې حال کې ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پاي ته رسولو هڅې روانې دي. ټرمپ په یوه مرکه کې له فاکس نیوز سره نن د سه شنبې په ورځ وویل: "کله چې د امنیت خبره راځي، دوی چمتو دي چې سرتیري هلته واستوي او موږ چمتو یو چې په ځانګړې توګه د هوا له لارې د دوی سره مرسته وکړو، ځکه چې هیڅوک زموږ په څېر وسایل نه لري، واقعاً یې نه لري."

ټرمپ وویل هغه ګومان نه کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په دې اړه کومه ستونزه ولري. "زما په فکر پوتین تر دې وخته ستړی شوی دی، زه فکر کوم دوی ټول ستړي دي، خو تاسو هیڅکله نه پوهیږئ. موږ به په راتلونکو څو اونیو کې د ولسمشر پوتین په اړه پوه شو، زه تاسو ته دا ویلی شم."

ټرمپ زیاته کړه چې د اوکراین لپاره د ناټو د غړیتوب ترلاسه کول او د کریمیا بیرته ترلاسه کول "ناممکن" دی. هغه وویل: "یو څه امنیتي تضمینونه به وي؛ خو په ناټو کې به ګډون نه وي. هیڅکله به ونه شي، دوی نه شي کولی چې دا وکړي."

ټرمپ وویل که د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د هغه روسي سیال ترمنځ ملاقات "کامیاب شي"، هغه به درې اړخیزې غونډه وکړي او "دا به پای ته ورسوي". ټرمپ زیاته کړه: "ما ورته وویل چې موږ د ولسمشر زیلنسکي سره یوه غونډه ترتیبوو، او تاسو او هغه به ملاقات وکړئ، او بیا له دې غونډې وروسته، که هرڅه سم وي، زه به ملاقات وکړم او موږ به دا نهايي کړو." هغه وویل چې تر دې دمه د غونډې ځای مشخص شوی نه دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې متحده ایالات به له خپلو اروپايي متحدانو او غیر اروپايي هیوادونو سره کار وکړي چې "د امنیت تضمینونه برابر کړي." روبیو وویل چې د سپینې ماڼۍ غونډه "یو لوی او بې ساری ګام و."

هغه زیاته کړه چې د درې کلن ځنډ او خنډ او د چوپتیا نه وروسته چې خبرې او تماس نه و موجود، دا لومړی ځل دی داسې ښکاري چې خوځښت را منځته شوی دی"

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي وویل چې، " په واشنګټن کې د ټرمپ او اروپایي رهبرانو سره د سه شنبې د ورځې ملاقات د جګړې د پای ته رسولو او د اوکراین او زموږ د خلکو د امنیت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یوه مهم ګام و."

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر، چې د سپینې ماڼۍ په غونډه کې یې ګډون کړی په خپل ایکس حساب کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "کله چې د امنیت تضمین خبره راځي، د علاقمنده هیوادونو ائتلاف سره- چې تقریبآ ۳۰ هیوادونه دي او موږ د څو میاشتو لپاره ورسره د امنیتي تضمینونو په اړه همغږي کړې او اوس د متحده ایالاتو سره چټکه همکاري کوو چې دا تضمینونه تدوین کړو- یوې موافقې ته رسېدلي یو "

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې اروپایي مشرانو ولسمشر ټرمپ ته خپل هوډ تازه کړ او ویې ویل چې د یوې قوي او دوامدار سولې لپاره به هڅې سره یوځای کوي. هغه وویل چې دداسې سولې ډاډ به تر لاسه شي چې اوکراین ته پیاوړي امنیتي تضمین برابر شي او پر روسیه فشار ته دوام ورکړل شي چې سوله رامنځته شي.

د جرمني صدراعظم فریډریش مرز وویل چې هغه د ټرمپ د اعلان هرکلی کوي چې اوکراین ته د امنیت تضمین برابروي. هغه په خپل ایکس کې ولیکل چې اوکراین باید د خپل قلمرو پرېښودو لپاره مجبور نه شي. او زیاته یې کړه چې مخکې له دې چې نورو خبرو ته لاړ شو، باید اول اوربند شي.

په همدې حال کې مارکو روبیو ویلي دي چې متحده ایالتونه او اروپايي او غیر اروپايي متحدان به یې کار وکړي، چې «څو امنیتي ضمانتونه» برابر شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG