د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې فدرالي څارنوالانو ته اجازه ورکوي چې د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د "ډیرو بدو جرمونو" لپاره د مرګ سزا وغواړي.
د مرګ سزا څه باندې ۴۰ کاله مخکې د متحدو ایالتونو په پلازمېنه کې په رسمي ډول د واشنګټن ډي سي د ښاروالۍ لخوا لغوه شوه.
ټرمپ په خپل فرمان کې وویل: "د مرګ سزا زموږ د قضايي سیسټم یوه مهمه برخه ده چې د هغو خورا بدو جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو لپاره کارول کیږي، چې اکثره وختونه د بې ګناه امریکایانو په وړاندې وحشتناک او وژونکي تاوتریخوالی پکې شامل وي."
د فرمان په یوه بله برخه کې، هغه وویل چې لوی څارنوال او په واشنګټن ډي سي کې د متحدو ایالتونو څارنوالان به اړ وي چې په واشنګټن ډي سي کې د ترسره شویو جرمونو په قضیو کې چې د فدرالي قانون له مخې د مرګ سزا ورته ورکړل شوې ده، د فدرالي قضاوت څخه تر ممکنه حده کار واخلي.
د امریکا ولسمشر د خپل ولسمشرۍ د کمپاین په جریان کې، بیا بیا ژمنه وکړه چې په ښارونو کې د جرمونو په وړاندې به مبارزه وکړي.
ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د امنیت ښه کولو لپاره په واشنګټن کې د ملي ګارډ سرتیرو د ځای پرځای کولو امر هم وکړ.
فورم \ دبحث خونه