د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د چین سره سوداګریزه موافقه د اګست د میاشتې د مهلت نه مخکې ممکنه ده



@SecScottBessent
@SecScottBessent

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وايي ډاده دی چې چین به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د حکومت سره د تجارت په برخه کې موافقې ته ورسیږي دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د نړۍ د ۶۶ هیوادونو پر وارداتو نوې تعارفې وضع کړي دي.

ښاغلي بیسنټ د هغو دوو ورځینوو خبرو وروسته دغه څرګندونې وکړې چې د چین او مریکا د تجارت د برخې د استاځو ترمنځ په سویډن کې وشوې خو دواړې خواووې په دې کې پاته راغلل چې د اګست د ۱۲ نېټې د مهلت نه مخکې موافقې ته سره ورسېږي.

ښاغلي بیسنټ د امریکا د (سي ان بي سي) تلویزوني شبکې سره په یوې مرکې کې پرون د پنجنشنبې په ورځ وویل چې « باور لرم چې مونږ تړون ته نږدې یوو. خو ځینې تخنیکي جزیات پاته دي چې باید د چین اړخ یې حل کړي. زه ډاډه یم چې وبه شي خو تراوسه دا کار سل په سله کې نه دی بشپړ شوی.»

دواړو هیوادونو د مې په میاشت کې موافقه وکړه چې د یوه بل پر وارداتو به د تعارفو کچه راکښته کړي. امریکا دغه کچه د ۱۴۵ فیصده څخه ۳۰ فیصدو ته راکښته کړه په داسې حال کې چې چین بیا دا کچه د ۱۲۵ څخه ۱۰ فیصدو ته راکښته کړه.

ولسمشر ټرمپ دغه اونۍ دا په ډاګه کړه چې د هیوادونو دپاره د تعارفو پر سر د مزاکراتو معیار د ۱۵ څخه نیولې تر ۲۰ فیصده تعارفو پورې دی.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG