د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۲۹ (زمری اتمه) د امریکا سرحدونو ته نژدې د روسیې په ختیځې ساحلي سیمې «کامچاتکا» کې له بیسارې زلزلې وروسته، د سونامې څپو د متحدو ایالتونو د هاوای ایالت او د لویدیځ ساحل ځینې سیمې ځپلي دي.
تر دې دمه د کوم زیان راپور ورکړل شوی نه دی، د ری اکتر په کچه د زلزلې شدت ۸.۸ ښودل شوی چې له کبله یې د پارېدلې سونامي څپو جاپان هم ځپلی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې په یو پوست کې خلک هڅولي دي، چې د «سونامي. ټکي ګف، ویپاڼې کې تازه معلومات» ولولي، هغه لیکلي دي: «قوي واوسئ او خوندي واوسئ.»
ولسمشر ټرمپ له بریتانیا څخه امریکا ته د راستنېدو په مهال په الوتکې کې خبریالانو ته وویل:
«موږ په دقت سره د سونامي او زلزلې حالت څارو. د فدرال او محلي چارواکو سره په تماس کې یو او هر ډول مرستو ته چمتو یو. په هاوای کې د ځینو سیمو د تخلیې احتمال شته او موږ ورته بشپړ چمتو یو.»
د متحدو ایالتونو د جیولوژۍ سروې ویلي دي چې د چهارشنبې د ورځې زلزله په روانې پېړۍ کې څلورمه قوي زلزله وه.
د متحدو ایالتونو د داخلي امنیت وزیرې کریسټي نیوم په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د هاوای له والي سره یې خبرې کړې دي او په ساحل کې د اوبو له خطر سره په مخامخ سیمو کې د «تخلیې حکم لغوه شوی دی. کله چې راستنېږئ، لطفآ پام وکړئ، لطفآ پام وکړئ او ویجاړیو ته متوجه شی. موږ به هاوای، الاساکا او کالیفورنیا کې حالت څارو.»
فورم \ دبحث خونه