د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کیف ملاتړ زیاتوي-اوکراین او روسیه بیا خبرې پیلوي


په ترکیې کې د روسیې او اوکراین ترمنڅ د خبرو اترو بیا پیل
په ترکیې کې د روسیې او اوکراین ترمنڅ د خبرو اترو بیا پیل

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین او روسیه د خبرو اترو د ګړندي کولو له هڅې وروسته، د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۳ مه (د زمري په اوله) نیټه په ترکیه کې د سولې خبرې اترې بیا پیلوي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس په ترکیه کې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې خبرې اترې به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د RIA خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي چې خبرې اترې به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د جګړې د پای ته رسولو په لور د پرمختګ ښودلو لپاره د مخ په زیاتیدو فشار سره مخ دی، او د مخامخ ملاقات لپاره یې د زیلینسکي پخوانۍ غوښتنه رد کړې ده.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې که په راتلونکو ۵۰ ورځو کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره موافقه ونه شي، نو پر روسیې او هغو هېوادونو به نوي بندیزونه ولګوي چې د له روسیي سره سوداګري کوي.

کرملین وویل چې د خبرو اترو د نیټې تایید ته انتظار باسي، او یادونه یې وکړه چې دواړه خواوې د جګړې د پای ته رسولو په اړه "سخت مخالف" دي.

د ناټو عمومي منشي مارک روټه "د لوړ پوړو پوځي چارواکو د مجازی غونډې په جریان کې" هغه نوښت روښانه کړ چې هغه او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ د اوکراین لپاره د ملاتړ د زیاتوالي لپاره اعلان کړ ترڅو په اروپا او کاناډا کې د متحدینو لخوا د پانګونې له لارې اوکراین ته د متحده ایالاتو له خوا د اضافي شتمنۍ لاره هواره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د اوکراین د دفاعي اړیکو ډلې په غونډه کې ګډون وکړ چې مشري یې د برتانیا د دفاع وزیر جان هیلي او د هغه د جرمني سیال بوریس پیسټوریس کوله.

د ناټو د متحدینو د اروپا ستر قوماندان، د امریکا ډګر جنرال الیکسس ګرینکویچ هم په دې خبرو اترو کې ګډون کړی و.

زیلینسکي د دوشنبې په ورځ په خپلې ویډیوي وینا کې وویل چې هغه د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا له سکرتر رستم عمروف سره خبرې وکړې ترڅو د بندیانو د تبادلې او په ترکیې کې له روسیې سره د بلې غونډې لپاره چمتووالی ونیسي.

زیلینسکي وویل: "عمروف راپور ورکړ چې غونډه د چهارشنبې لپاره پلان شوې ده. نور جزئیات به د [سه شنبه] وروسته خپاره شي."

عمروف تېره اونۍ د دفاع وزیر په توګه خپل اوسني مقام ته وټاکل شو. هغه د می په ۱۶ او د جون په ۲مه په استانبول کې له روسیې سره د خبرو اترو لومړنیو دوو پړاوونو مشري وکړه چې په پایله کې یې د زرګونو جنګي بندیانو او د سرتیرو مړي پکې تبادله شول.

اوکراین د امریکا د خوا د سمدستي اوربند د غوښتنې ملاتړ کړی دی، که څه هم روسیه په دې باور ده چې د اوربند له ټینګېدو مخکې باید ځینې ترتیبات ونیول شي.

روسي ځواکونو په دې وروستیو کې په اوکراین کې دوامداره بریدونه پیل کړي دي چې پکې د دوشنبې په شپه توغندي او سلګونه ډرون شامل دي چې دوه کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

زیلینسکي وویل: "زموږ له خوا اجنډا روښانه ده: د جګړې د بندیانو بیرته راستنیدل، د روسیې لخوا تښتول شوي ماشومانو بیرته راستنیدل، او د مشرانو د غونډې لپاره چمتووالی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG