د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ناټو به د امریکا وسلې رانیسي او اوکراین ته به یې ورکوي


Photo: Martijn Beekman
Photo: Martijn Beekman

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا یوې تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې هغه د ناټو سازمان سره یوې مواقې ته رسیدلی دی چې په لړ کې به یې د ناټو سازمان غړي هیوادونه د امریکا څخه وسلې رانیسي او اوکراین ته به یې ورکړي چې د روسیې پرضد په روانې جګړې کې یې د ځان د دفاع په خاطر وکاروي.

د امریکا د ان بي سي شبکې د ولسمشر ټرمپ سره د پنجشنبې د ورځې د شوې مرکې ځینې برخې خپرې کړي دي چې په کښې د ولسمشر ټرمپ څخه نقل قول شوی چې وايي متحده ایالات د ناټو سازمان ته د اوکراین د مرستې دپاره وسلې استوي او،، ددغو وسلو پیسې به د سل په سله کې ناټو سازمان ورکوي.،،

ښاغلي ټرمپ ویلي چې ،، ناټو به دا وسلې اوکراین ته ورکوي او ناټو به ددې وسلو پیسې ورکوي. ،،

د امریکا دغې تلویزوني شبکې ریپوټ ورکړی دی چې ښاغلی ټرمپ د ناټو سره په هالنډ کې ددې سازمان د تیرې میاشتې د سرمشریزې غونډې پرمهال یوې داسې موافقې ته ورسید چې په لړ کې به یې د ناټو غړي هیوادونه د امریکا څخه وسلې رانیسي او اوکراین ته به یې سپاري.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي مارک روت خپل د ایکس پر ټولنېزې شبکې لیکلي دي چې هغه د ټرمپ سره د جمعې په ورځ خبرې کړي دي او ،،اوس د ناټو د متحدینو سره کار کوي چې اوکراین ته هغه څه ورکړي چې هغه هیواد ضرورت ورته لري.،،

تراوسه پوري د سپینې ماڼۍ یا ناټو سازمان له خوا په دې هکله نور جزیات نه دي خپاره شوي چې اوکراین ته به څه ډول وسلې ورکول کېږي او دا چې دا وسلې به څه وخت ورکول کېږي.




فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG