ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې متحدو ایالتونو د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره د هغه د سولې د وړاندې شوي پلان په اړه د دخېلو غاړو ترمنځ د اختلافاتو کمولو په هڅو کې پرمختګ کړی، د دغه پلان هدف د اوکراین د څو کلنې جګړې ختمول دي.
د ټرمپ په وینا، په وروستیو ورځو کې "ډېرې اوږدې او ډېرې ښې خبرې" شوي او "کارونه ډېر ښه روان دي".
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۵) په سپینې ماڼۍ کې وویل: "فکر کوم موږ تر بل هر وخت نږدې یو، او وبه ګورو چې څه کولای شو. موږ غواړو ډېر ژوندونه وژغورو."
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې په تېرو څو ورځو کې په برلین کې د امریکایي، جرمني او اوکرایني چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي. واشنګټن هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې یرغل پای ته ورسوي.
د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او نورو اوکرایني چارواکو سره خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري، د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، سټیف ویتکاف، او د ټرمپ زوم، جرېډ کوشنر، کوي.
ټرمپ وویل: "موږ د اروپایي مشرانو له لوري لوی ملاتړ لرو، هغوی هم غواړي چې (جګړه) ختمه شي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر تکرار کړه چې تېره میاشت ۲۷زره کسان، چې زیاتره پوځیان دي، د اوکراین په جګړې کې وژل شوي، هغه جګړه چې د ټرمپ په وینا "باید هېڅکله پیل شوې نه وای".
د روانې اونۍ په پیل کې له اوږدو خبرو اترو وروسته، ستیف ویتکاف، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وویل چې "استازو د سولې د شل ماده لرونکي پلان، اقتصادی اجنډاوې او ډېرو نورو مسایلو په اړه ژور بحثونه درلودل. ډېر پرمختګ وشو".
د سولې ۲۰ماده لرونکی پلان، د متحدو ایالتونو د هغې طرحې اصلاحي بڼه ده چې تېره میاشت وړاندې شو.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین یرغل وکړ. په دې جګړې کې په لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه