د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړی چارواکی وايي د انرژۍ تنوع ته په کتو، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي له خصوصي سکتور سره د کان کیندنو تړونونه لاسلیک کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي انرژۍ د کنټرول شورا مشر جیرود اېګن وویل، د حکومت موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه کړي امریکايي پوځ او متشبثین هغه سرچینې ولري چې ورته اړتیا لري.
هغه وویل: "کله چې د حیاتي منرالونو، له خصوصي سکتور سره د تاریخي شراکتونو او په دې هیواد کې د کانونو د بیا راژوندي کولو رښتینې موضوع مطرح کیږي، په دې حکومت کې به د مهمو منرالونو په برخه کې تاریخي معاملې ووینئ".
اګین د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت هوډ لري ډاډ ترلاسه کړي امریکا "په هیڅ کوم دښمن یا کوم بل بهرني بنسټ تکیه نه کوي."
د اګین په وینا د قانون جوړونې له لارې د پروژو د پایښت ډاډمنولو لپاره له کانګرس سره کار کول اړین دي چې د کان کیندنې او حیاتي منرالونو لپاره ډېره بودیجې برابره شي.
هغه وویل: "زما په اند اوس هغه کلیدي عنصر، چې موږ يې د ترلاسه کولو هڅه کوو د جوازونو په برخه کې ځینې اصلاحات او قضایي اصلاحات دي چې ممکن اړین وي، زما په فکر دا تلپاتې مسایل دي."
متحده ایالتونه سږ کال د استرالیا، جاپان، سویلي کوریا او اوکراین په ګډون له څو هیوادونو سره د کانونو په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل.
سپینې ماڼۍ په نومبر کې اعلان وکړ چې د اکتوبر په وروستیو کې په سویلي کوریا کې د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جنپینګ ترمنځ د لیدنې په مهال یوه هوکړه وشوه چې د نادرو ځمکنیو عناصرو او د نورو مهمو منرالونو په صادراتو د چین د "اوسنیو او وړاندیز شویو بندیزونو" مخه نیسي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، چې تېره اونۍ یې د جنګ وزیر، پیټ هګسیت، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ او د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال او د دفاع وزیر ریچارډ مارلز ترڅنګ خبرې کولې، د معدني موادو د اکمالاتو د لړۍ د متنوع کولو لپاره د امریکا پر هڅو وغږېد.
روبیو وویل: "موږ باید د حیاتي منرالونو اکمالات او اکمالاتي زنځیره ولرو چې د باور وړ او متنوع وي، او په یوه ځای کې ډېرې پانګونې ونه لري چېرته چې زموږ، زموږ د شریکانو یا نړۍ پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کېدای شي... دا هغه څه دي چې تاسو به یې وګورئ چې امریکا او اسټرالیا پرې ډېر له نږدې کار کوي."
فورم \ دبحث خونه