د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یو راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) خپور شو ویلي چې د اجباري بې ځایه شویو افغانانو شمیر له ۱۰ میلیون څخه ډیر شوی دی.
د دغه راپور له مخې په ټوله نړۍ کې د خپلو اصلي مېنو څخه په زوره د بې ځایه شویو خلکو شمیر له ۱۲۲ میلیون څخه اوښتی.
په راپور کې راغلي چې په نړۍ کې د کورني بې ځایه شویو خلکو شمېر اوس ۷۳ میلیون ته رسیدلی چې د تیر کال په پرتله نهه سلنه زیاتوالی ښيي.
د بې ځایه شویو خلکو د شمیر له مخې، سودان د ۱۴ میلیونه، سوریه د ۱۳.۵ میلیونه، افغانستان د ۱۰.۳ میلیونه او اوکراین د ۸.۸ میلیونه بې ځایه شویو خلکو سره په ترتیب په لومړي او څلورم مقام کې دي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې له اتو میلیونو څخه ډیر افغانان له هیواده بهر، په خاصه توګه ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي، او لږ تر لږه درې میلیونه په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي.
د وچکالۍ په ګډون بې ثباته امنیتي وضعیت، اقتصادي ستونزې، او طبیعي پیښې د هغو لویو عواملو په توګه یاد شوي چې په هیواد کې دننه او بهر د افغانانو د بې ځایه کیدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، ۳.۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې او ۱.۶ میلیونه نور په پاکستان کې ثبت او راجستر شوي دي. خو، په میلیونونو نور افغان کډوال په دواړو هیوادونو کې د استوګنې د جواز او راجستر پرته ژوند کوي.
ایراني چارواکي وايي چې له شپږو میلیونو څخه زیات افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي، چې په کې د قانوني استوګنې جواز لرونکي او بې اسناده کډوال شامل دي. پاکستان هم په هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونه اټکل کوي.
د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو سره، هغو هیوادونو چې د لوی شمیر افغان کډوالو او مهاجرینو کوربانه دي، د دوی ایستل پیل کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اندیښنه څرګنده کړې چې د افغان کډوالو ایستل، په افغانستان کې د "سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ" ته په پام کې نیولو سره، د افغان کډوالو ځینې ډلې له خطر سره مخامخ کوي.
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې، بیرته واک ته ورسیدل، د سرتیرو او پخوانیو حکومتي چارواکو، ملکي او سیاسي فعالانو او خبریالانو په شمول، میلیونونه افغانان له افغانستان څخه ووتل، چې اکثره یې په ایران او پاکستان کې پناه واخیستله.
د بشري حقونو ډلې باور لري چې له دغو دوو هیوادونو څخه افغانستان ته په جبري توګه د افغانانو راستنول به دوی د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ کړي.
فورم \ دبحث خونه