د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحدو ایالتونو نوي استازي مایک والتز د ولسمشر ټرمپ د نړیوالو لومړیتوبونو، د روسیې او اوکراین د جګړې، د روسیې له لوري د ناټو غړو هېوادونو د هوايي حریم د نقض، په اساساساتو باندې د ملګرو ملتونو د تمرکز پر ضرورت او ځینو نورو مسائیلو څرګندونې کړي.
والټز د چهارشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې وویل چې نړۍ «ګوري ولسشمر له [پوتین] څخه خپه او مایوس» دی. هغه وویل: « [ولسمشر] بې شمېره زنګونه ووهل، موږ په سعودي عربستان، ترکیې او الاساکا کې سرمشریزې لرلې... نهایتا، پوتین باید دا جګړه ختمه کړي. ولسمشر په دې اړه خپل هوډ په څرګند ډول ښکاره کړی.»
په نیویارک کې د ملګرو متلونو د عمومي کلنۍ غونډې په څنډې کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تر ملاقات وروسته ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل، چې اوکراین ټولې هغه سیمې بېرته ترلاسه کولای شي، چې روسیې نیولې دي. هغه د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په غونډې کې په خپلې وینا کې د مسکو دا جګړه «بې مانا» وبلله.
والټز وویل: «نهایتآ، په هره طریقه چې وي، پوتین به دا پیغام ترلاسه کوي. موږ باید فشار راوړو او ولسمشر تېره ورځ په خپلو خبرو کې فشار راوړ، اروپا نه شي کولای چې هم له روسیې څخه تیل وپيري او هم د دغې جګړې په مقابلې کې مرسته وغواړي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي والتز ټېنګار وکړ چې «پوتین او روسان باید د ولسمشر پیغام ترلاسه کړي- هغه ټوکې نه کوي، هغه ډېر جدي دی. ایرانیانو په دردوونکي توګه دا زده کړل چې [ولسمشر] هم له دپلوماسۍ څخه کار اخلي او هم له زور څخه». هغه وویل د سه شنبې په ورځ یې د روسیې پلاوي ته دا خبره څرګنده کړه.
مایک والټز په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو ۳۲م استازی دی. هغه وویل چې «ملګري ملتونه باید د بې ماناو چارو مخه ونیسي. د اقلیم د بدلون لپاره د ملګرو ملتونو اووه ادارې دي. یو بل کمېسیون دی چې د جورج فلوییډ کمېسیون نومېږي. [مخکني ولسمشر جوبایډن] ملګرو ملتونو ته د تحقیق اجازه ورکړه وه، چې د متحدو ایالتونو ښارونو ته راشي او زموږ د پولیسو په اړه قضاوت وکړي، چې د شمالي کوریا او ونزویلا په څېر هېوادونو هم په کې دخېل وو.»
فورم \ دبحث خونه